د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د شانګهای غونډې ته وینا وکړه


ولسمشرکرزي د شنګهای د همکاريو سازمان يا SCO په غونډه کې، چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پيل شوه، وينا وکړه.

ولسمشرکرزي د شنګهای د همکاريو سازمان يا SCO په غونډه کې، چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پيل شوه، وينا وکړه.

د غړي هېوادونو چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان جمهور رئيسان هم په دې غونډه کې برخه اخلي.

د شنګهای د همکاريو سازمان غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پيل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې کريملین خپل فکر پراسيا متمرکز کړی دی او له ختيځ سره يې د اوکراين د کړکېچ له کبله اړيکې ډېرې خرابې شوي دي.

د دې کال د غونډې د اجنډا تمرکز د روان کال ترپايه له افغانستانه د ناټو هېوادونو له وتلو وروسته د سيمې د امنيتي وضعيت په اړه دی.

ولسمشرکرزي په دوشنبې کې په دې غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د سولې هراړخيز بهيرنه يوازې د افغانستان بلکه د ټولې سيمې لپاره مهم دی. د ولسمشر وياند ايمل فيضي د خپل ټويټرپاڼې له لارې وويل:

″ولمسشر وايي: موږ په افغانستان کې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو ته سترګې په لاره يو او هيله من يو چې د انتخاباتو نتايج به ډېر ژر اعلان شي.″

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په دې غونډه کې وويل:

″روسيه غواړي په افغانستان کې د انتخاباتو پروسه ژر تر ژره سرته ورسيږي.روسيه هيله لري چې د ايساف ځواکونه به خپلې دندې ترسره کړي چې د ملګرو ملتونو له خوا ورته ورکړل شوې دي.″

د روسيې د ولسمشر مرستيال يوري يوشاکوف له غونډې مخکې وويل، چې روسيه به د شنګهای د همکاريو سازمان ته د افغانستان په هکله د روان کال په پای کې د يوه کانفرانس پېشنهاد وکړي.

همدار راز د ازبکستان ولسمشراسلام کريموف غونډې ته وويل:

″ټول لوري چې د افغانستان د ستونزې حل ته لېواله دي، پر یوه خبره موافق دي او هغه دا چې په افغانستان کې سوله په نظامي توګه نه شي راتلای.″

روسيه به په تاجکستان کې د غونډې په پای کې د شنګهای د همکاريو د سازمان مشري ترلاسه کړي او د راتلونکي کال په جولای کې بله غونډه پر مخ بيايي.

روسيې د اوکراين پر سر د ختيځ هېوادونو له خوا د بنديزونو په ځواب کې د ځينو ختيځ خوراکي توکو پر وارداتو بنديز ولګاوه او په داسې حال کې چې له اروپا او امريکا سره يې اړيکې خرابې دي، اوس غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د چين په شمول اړيکې ښې کړي.

XS
SM
MD
LG