د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: افغانستان د شمالي وزیرستان د خلکو کور دی


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو کورنیو له یو شمير مشرانوسره لیده کاته وکړل.

کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو کورنیو له یو شمير مشرانوسره لیده کاته وکړل.

د یکشنبې په ورځ ناوخته د افغان ولسمشر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د شمالي وزیرستان د کډوالو مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې هغه ته وړاندې کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې شوې دې کتنه کې حامد کرزي د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو کورنیو مشرانو ته وویل چې افغانستان ستاسو کور دی او د خاوند په توګه به دلته ژوند کوم.

ولسمشر حامد کرزي هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به د دوی د بچیانو د تعلیم ، روغتیا ، اړتیاوو او اسانتیاو لپاره اړین ګامونه پورته کوي.

د شمالي وزیرستان دې مشرانو د ولسمشر حامد کرزي د پاملرنې او د خوست د خلکو د مېلمه پالنې مننه وکړه.

د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر ، د سرحدونو او قبایلو او د مهاجرو د چارو وزیرانو او د خوست والي هم پر دې مهال موجود وو.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله شاوخوا لس لکه خلک بې کوره شوي دي چې د افغان چارواکو په وینا یو لک یې په خوست کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG