د لاسرسي ځای

تازه خبر

غرغښت د خوست نمونه يي ښوونځی شو


غرغښت لیسې ته اوسمهال لمریزه برښنا، مجهز لابراتوار، شنې ساحې، د لوبو میدانونه، مجهز کتابتون او نور امکانات د اکويپ د ادارې له خوا برابر شوي دي، جالبه دا چې د بیدیا او داخل ټول دیوالونه يې د درس د مرتبطو مسائیلو همدارنګه

په خوست کې د غرغښت لیسې زده کوونکي د زده کړو د ښو او معیاري شرایطو څخه برخمن شول، یاده لیسه د خوست په هغه دوو کې یوه ده، چې د پوهنې د کچې د لوړوالي د ادارې له خوا نمونه يي ښوونځی یا ماډل سکول په نوم نومول شوی او زده کوونکو د زده کړو او تفریح لپاره په کې لابراتوار، کمپیوټر خونې، شنې ساحې او د سپورتي لوبو میدانونه جوړ شوي دي.

غرغښت لیسه که څه هم د پخو انه ډېر پراخ چاپیریال او محیط لري او لسګونه کاله وړاندې ورته پخه ودانۍ جوړه شوې وه، خو دا هر څه د جګړو پر مهال وران او زیانمن شوي ول او زده کوونکو يې د زده کړو د پاره لازم شرایط نه درلودل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې اکویپ یا د پوهنې د کچې د لوړوالي ادارې هڅه وکړه، تر څو یاده لیسه نمونه يې ښوونځیو په لیست کې ونیسي او په ښو وسایلو او امکاناتو يې سمباله کړي.

غرغښت لیسې ته اوسمهال لمریزه برښنا، مجهز لابراتوار، شنې ساحې، د لوبو میدانونه، مجهز کتابتون او نور امکانات د اکويپ د ادارې له خوا برابر شوي دي، جالبه دا چې د بیدیا او داخل ټول دیوالونه يې د درس د مرتبطو مسائیلو همدارنګه دیني او تاریخي ویناوو، د تاریخي ابداتو او جغرافیوي نقشو په انځورونو او د ساینسي مضامینو په فورمولونو مزین ګرځیدلي دي.

د غرغښت د عالي مرکزي لیسې امر شاه جهان د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د دې کار یوه ګټه داده، چې زده کوونکي اوس د چاپیریال نه هم ډېر څه زده کولای شي:

((د دې کار نه موږه یوه مثبته نتیجه دا واخیسته کومې فرمولې او انځورونه چې موږ په دهلیزونو د ښوونځي په دیوالونو ایستلي دي، کله چې موږ خپل شاګردان مشاهده کوو، وینو چې د تفریح په وختونو کې یوه، یوه انځور ته څو څو کسان ودریږي، کله چې فرموله یا کومه بله وینا ګوري نو دا یوه جمله چې دوی ویني موږ ورته ډېر خوشالیږو او داسې ګمان کوو، چې پوره کتاب يې ولوسته، دا محیط هم اوس پرې تاثیر کوي، دا چمنونه او ګلان چې تاسو ولیدل شاګردان په کې کیني او د چاپیریال نه هم یو څه زده کوي.))

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال الحاج مطیع الله فضلي وايي، سږ يې دوه ښوونځي نمونه يې جوړ کړل او په پام کې لري چې په راتلونکې کال کې نورو ښوونځیو ته هم دا امکانات برابر کړي:

((دا پارکونه چې جوړ شي او دوی له پاره د مطالعې ځای برابر شي، کتابتون او لابراتوار ورته جوړ شو، دوی اوس کولای شي، چې د کتابتون نه د چمنونو نه سالمه استفاده وکړي، موږه سږ کال دا دوه نمونه يي مکتوبونه جوړ کړل، کوښښ کوو چې په تدریجي ډول د نورو مکتبونو څخه هم نمونوي مکتبونه جوړ کړو.))

د پوهنې چارواکیو د سوداګرو او د زده کوونکو د والدینو وغوښتل، چې دوی باید د ښوونځیو د ځنو نیمګړتیاوو په رفع کولو کې مرسته وکړي، بل لوري ته د سوداګرو او تجارانو په استازیتوب د خوست د سوداګرۍ د خونو رئیس نواب امیرزي ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به سوداګر د غرغښت لیسې د پاتې کارونو په بشپړونه کې مرسته وکړي:

((زه فکر کوم نه یوازې د خوست د مکتبونو بلکې د ټول افغانستان د مکتبونو سره مرسته د تجارانو دنده ده تر څو ورسره همکاري وکړي، د سوداګرو مې هم دا غوښتنه ده، چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په کار کې همکاري وکړي او موږ به د زده کوونکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو به موږه دوی سره همکاري کوو.))

یاده دې وي، غرغښت په خوست کې د سابقه لرونکو ښوونځیو څخه ده، چې اتیا کاله وړاندې يې په فعالیت پیل کړی او افغانستان ته يې ډير نامتو او پیژندل شوي سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونه وړاندې کړي دي، ټاکل شوې څړبن په نوم د خوست یوې بلې لیسې ته هم د خوست نمونه يې ښوونځي نوم ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG