د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اشرف غني او عبدالله د موافقې مهم ټکي


اشرف غني او عبدالله پر موافقه ليک لاسليک کوي.
اشرف غني او عبدالله پر موافقه ليک لاسليک کوي.

په نوي هوکړه ليک کې درې مادې شاملې دي او ورسره د يو ملي حکومت په خاطر د سياسي چوکاټ لپاره هم يو موافقه ليک مل دی.

تېره ورځ د امريکا د بهرنيوو چارو وزير جان کيري په منځګړتوب د افغانستان ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته رامنځته شوي بحران د ختمولو لپاره د دوو نوماندانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو. د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت له خوا خپاره شوي دي هوکړه ليک غټ ټکي په دې ډول دي:

۱. ټول اوسني او د نوي ولسمشر د کار تر پيلولو وروسته اصلاحات به د افغانستان د اساسي قانون له مخې کيږي. همداراز د افغانستان د خلکو د جهاد، مقاومت او ديارلس کلن جهموريت لاس ته راوړنې به ملي پروګرام ته د رسيدو لپاره لارښوونکي اصول جوړوي.

۲. دواړه نوماندان به يوه کاري ډله جوړوي چې د رايو د څيړنې روان بهير د پوره کېدو وروسته د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو پر نیټې یوې موافقې ته ورسيږي چې کيدای شي د اګست د مياشتې په وروستيوو کې وي. همداراز دواړه نوماندان د جولايي د دولسم تاريخ او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د يوې سياسي هوکړه ليک متن پوره کړي.

۳. دواړه نوماندان د هغه سیاسي چوکاټ یا جوړښت پر ژمنو ودریږي چې د ۲۰۱۴ کال د جولايي په دولسمه يې پرې هوکړه کړي وه.

په هغه موافقه ليک کې راغلي وو چې:

- راتلونکی ولسمشر به ژر تر ژره اجرايوي رييس پوسټ رامنځته کوي.
- د وزيراعظم د پوسټ رامنځته کولو لپاره به د نوي ولسمشر تر ټاکنې وروسته تر راتلونکو دوو کلونو پورې لویه جرګه را وغوښتل شي.
- ولسمشر به د اپوزيشن مشر پوسټ رامنځته کوي او بايلونکی نوماند به د دي پوسټ لپاره خپل نوماند کس ورپيژني.
- ولسمشر به په حکومت کې د مهمو چوکيوو لپاره کسان د اپوزيشن د مشر په مشوره ټاکي.
- راتلونکی حکومت به د ټاکنو په نظام کې اصلاحات رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG