د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا له خوا د افغان سرتېرو روزنه او د پوځي سامان موثریت تر پوښتنې لاندې دی


د امریکا د دفاع وزارت تر ۲۰۱۱ کال وروسته له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو د امادګۍ د یوې برخې په توګه د افغانستان د سیارو کنډکونو روزنه د هغو لپاره د اړتیا وړ وسایطو د برابرولو اقدام پیل کړ.

دغو قواوو ته ۶۳۴ موټر په کار ول چې د دې اکثره برخه یې پوره شوه او موټر افغان سرتیرو ته ورکړل شول. خو په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د تفتیش اداره سیګار د سه شنبه په ورځ په خپل یوه نوي راپور کې د دغو وسایطو پر موثریت شک ښودلی او وايي، سره له دې چې پر دغو وسایطو ۶۶۱ میلیونه ډالره لګښت راغلي؛ خو بیا هم د هغو په کارولو کې پوښتنې شته.

د سیګار په راپور کې د دغو وسایطو پر پرزو، د هغوی ترمیم او د افغان پرسونل له خوا سمې کارونې ته اشاره شوې ده.

دا ارزونه داسې مهال شوې چې، امریکا په پام کې لري، د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۹۸۰۰ ته راکم کړي او په افغانستان کې د نورو هېوادونو د سرتیرو شمېر به هم تر ۴۰۰۰ ډیر نه وي.

امریکا په لومړي سر کې په افغانستان کې ۱۳۰ زره سرتیري درلودل چې د ۱۳ کلونو په تېرېدو سره اوس دا شمېره تقریباً لسو زرو ته راکمیږي او په دې سره د افغانستا ن پر پوځ په تیره بیا پر سیارو تهاجمي کنډکونو د مسوولیت لوی بار ږدي.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې د دغو متحرکو قواوو او د هغوی د وسایطو ارزونه یوازې په کابل او کندهار کې امکان لري او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نه دي توانیدلي دغه وسایط او د متحرکو یا سیارو کنډکونو فعالیتونه تفتیش کړي.

سیګار لیکي، بل خوا ناټو هغو سرتیرو ته چې د دغو وسایطو څخه استفاده کوي؛ یوازې د یوې اړتیا وړ برخه کې د اتو اونیو لپاره روزنه ورکوي او په دې کې درې برخې د موټرو چلول؛ د پوځي موټرو د ماشیندار څخه استفاده کول او د دغو وسایطو قومانده شامله ده.

د سیګار په باور، که چېرې یو له دغو کسانو څخه مړ یا ټپي شي؛ دوه نور کسان یې نه شي کولی د هغه دنده مخته بوزي.

سیګار زیاتوي، که څه هم ناټو او امریکا ویلي چې؛ د دغو تشو د ډکولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي او د روان کال تر پایه به دا ستونزې هوارې شي؛ خو د سیګار په باور دا کار په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتیرو د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي؛ په تېره بیا په داسې وخت کې چې د افغان څواکونو نړېوال ملاتړي له دغه هېواده ځي؛ نو دا اندیښنه نوره هم ډېریږي.

XS
SM
MD
LG