د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر کرزي د تره زوی په یوه ځانمرکي برید کې ووژل شو


د افغان ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین مسؤل حشمت خلیل کرزی نن (سېشنبه) د اختر پر دویمه ورځ پخپل کور کې د یو کس لخوا په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین مسؤل حشمت خلیل کرزی نن (سېشنبه) د اختر پر دویمه ورځ پخپل کور کې د یو کس لخوا په ځانوژونکې حمله کې ووژل شو.

د کندهار د ولایت مقام ویاند دوا خان مینه پال له مشال راډیو سره په خبرو کې د حشمت کرزي وژنه تایید کړه او ویویل، چې برید کوونکو یو ځوان هلک وو، چې د اختر مبارکۍ په پلمه د ښاغلي کرزي کور ته ورغلې وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا ځانوژونکې حمله د اختر د روغ بړ په مهال شوې او په کې د حشمت کرزي یو ساتونکې هم وژل شوې او یو بل ولسي کس ټپي شوې دې.

د برید پړه تراوسه پورې چا په غاړه نه دې اخستې، خو مینه پال وویل، چې له څه مودې راهیسې حشمت خلیل کرزي ته ګواښونه متوجه وو.

د احمد ولي کرزي له وژل کیدو وروسته دا د ولسمشر کرزي د کورنۍ دویم پیاوړې کس دې چې ووژلې شو.

احمد ولي کرزي د ۲۰۱۱ میلادي کال د جولای په ۱۲ نیټه په خپل کور کې د یوه ساتونکي له خوا وژل شوې وو.

XS
SM
MD
LG