د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور:کسټ پلورونکي له سوړ بازار نه شکايت کوي


وړوکي اختر ته د پيښور کسټ پلورنکو د ګڼ شمير سندرغاړو د نويو سندرو البمونه را ويستي، خو دوکانداران د کسټ او سي ډي له سوړ بازار نه شکايت کوي.

وړوکي اختر ته د پيښور کسټ پلورنکو د ګڼ شمير سندرغاړو د نويو سندرو البمونه را ويستي، خو دوکانداران د کسټ او سي ډي له سوړ بازار نه شکايت کوي.

پېښور يو له هغو ښارونو څخه شميرل کيږي چې د پښتو موسيقۍ د ودې لپاره په کې په لسګونو سټوډيو ګانې پرانستل شوي او يو شمير کسيت پلورنکي د کسټ او سی ډی د پروډوکشن په کار وبار لګيا دي. سږکال هم يو شمير کسټ پلورنکو د وړوکي اختر په مناسبت د پښتنو سندرغاړو البونه تيار کړي او مارکيټ ته يي د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي.

که څه هم پيښور کابلۍ بازار چې سينيما روډ هم ورته وايي ګڼ شمير کسټ پلورونکي له خپل کار څخه بې زاره شوي خو ځينې يې لا هم د حالاتو سره په مقابله کې خپل کار ته دوام ورکوی.

د محمد رفیق کست هاوس يو تن مسوول مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې سږني اختر ته يې د لر او بر د اکثرو پښتنو سندرغاړو البمونه تیارکړي دي.

« دې اختر ته کم تر کمه پنځوس نمبرې (البمونه) کړي دي، په دې کې ماسټر علی خیدز ذیؤ تلزیه ده، امین الفت دی، بهرام حان دی، مطلب چې څومره فنکاران دي د ټولو مو کړي دي. خو په مارکيټ کې ګاک نشته، مارکیټ بلکل خراب دی، مخکې چې به موږ لس نمبرې وکړېؤ نو په مارکيټ کې به اله ګوله وه، یو، یو میاشت به کار و بار ښه و. اوس پينځوس نمبرې په دې خراب بازار کې موږ کړي، خو په بازار کې کسټمر۰( اخیستونکی) نشته.»

په کابلۍ بازار کې اودين موزيک سنټر هم يو له هغو څخه شميرل کيږي چې د تيرو څو لسيزو راهيسې يې د پښتو موسيقۍ په سلګونه البمونه را ايستيلي، سږني اختر ته يې هم يو شمير مشهورو سندرغاړو البمونه را ايستي خو د یاد موزیک يو تن مسوول زیارت ګل وايي چې روزګار ته يې د موبایل ميموريو سخته صدمه رسولې ده.

« واړه اختر ته خو موږ د کرن خان يو کسټ کړی دی، يو ګلپاڼه ده، سرفراز دی، سردار يوسفزی دی. خو کسټ نه خرڅيږي، نن سبا خو دومره تیز نیټ راغلو چې په هر موبایل کې چې کوم شی غواړي درته يې را اوړي، دې هم په کار و بار بد اثر اچولی دی او دې میموري او يو اس بي پرې د ټولو نه بد اثر اچولی دی.»

محمد رفیق کيسټ هاوس هم د موبايل له ميموريو سر ټکوي او وايی:

« یو ایس بي ته کاپي کيږي، لکه خرچې پرې موږ وکړو، يو ایس بي واله يو سي ډي واخلي، کمپي،ټر ته يې کاپي کړي، ته هم ورته موبایل وروړي، بل هم ورته موبايل وروړي، ټوله ګټه هغه ته ورخي.»

سرحد کسټ هاوس چې د تيرو څو لسيزو راهیسې يې د کسټ او سي ډي د پروډکشن کار کولو، اوس له نورو څخه کسټ او سی ډي را اخلي او خرڅلاو ته يې وړاندې کوي، د ياد کسټ هاوس يو تن مسوول وايي چې د کسټو کار و بار په ختميدو دی، دوی هم له اختر وروسته خپل کار وبار ته تغير ورکوي.

« زما نوم محمود دی، کابلۍ بازار کې تقربیاٌ لس دول دوکانونه ختم شول، دا کار و بار سوچ ختم شو، چا د څپلو کار وبار شروع کړو، چا جنرل سټور دوکانونه جوړ کړل هم په دې بازار کې، څوک د ټیکسي ډریوران شول سوزوکي چلوي، څه بد امني ده، څه ګراني ده، څه بې روزګاري ده، د ملک حالات هم داسې دي. د څلويښتو کلونو راهيسصې دا کرا وبار موږ دلته کوو، خو اوس چې دا اختر تیر شي، زموږ هم ورته اراده ده چې دا کار وبار ختم کړو.»

د پيښور کابلۍ بازار کسټ پلورنکي وايي چې پر افغانستان سربيره د خیبر پښتونخوا سوات، ملکنډ، مردان، چارسدې، او جنوبي اضلاح ته ترينه کسټ پلورنکو سي دي او کسټې خزڅلاو ته وړي، خو د پيښور د سوړ بازار نه شکايت کوي.
بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد

XS
SM
MD
LG