د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو نومیالی سندرغاړی خیر محمد خندان مړ شو


خیر محمد خندان
خیر محمد خندان

د پښتو ژبې تکړه او وتلی ملي او ولسي سندرغاړی خیرمحمد خندان د ورپيښې ناورغۍ له کبله تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

خوست: د پښتو ژبې تکړه او وتلی ملي او ولسي سندرغاړی خیرمحمد خندان د ورپيښې ناورغۍ له کبله تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

خیر محمد خندان ، چې د خوست سره په پوله پرتې، د پکیتا د څمکنیو ولسوالۍ د پړوخېلو په سیمه کې زیږیدلی وو، د ۱۳۴۷ لمریز کال راهیسې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې سندرې ویلې او یاده راډیو کې يې تر ۲۰۰ ډېرې ولسي او حماسي سندرې ریکاډ کړې دي.

نوموړي سندرغاړي د لویې پکتیا د غرنیو سندرو ځانګړی طرز لاره، د صاف، لوړ او اهنګین غږ انګازو يې درې او غرونه خوځول او د میلیونونو ولسي خلکو زړونو ته يې لاره پیدا کړې وه.

ولسي سندرې او سروکي يې اوس هم په لرو او برو پښتنو کې ډېر مشهور دي او زیات مینه وال لري.

د خیرمحمد خندان له خوا ویل شوې ولسي سندرې دا مهال ډېرو سندرغاړو له نوې موسیقۍ سره هم ویلي دي.

د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، صدیق شباب او د کوزې پښتونخوا وتلي او منلي سندرغاړي زیک اپریدي او نورو هنرمندانو د خیرمحمد خندان ولسي سندرو او طرزونو ته په نوې موسیقۍ کې نوی سینګار ورکړی دی.

په خوست کې د سولې پیغام د سیمه ییزې راډیو مشر، لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار وايي، چې تر اوسه هم خندان په سپین ږیرو او ځوانانو کې ډېر مینه وال لري.

زاهد شاه انګار زیاته کړه ، ً زه د راډیو د مسوول په توګه دا وایم چې تر اوسه پورې هم هره ورځ زموږ د اوریدونکو له خوا فرمایشونه راکول کیږي او د خیرمحمد خندان د سندرو د خپریدا غوښتنه کويً.

هغه وویل ً خیرمحمد خندان یو داسې ملي، حماسي او ولسي سندرغاړی وو، چې د لويې پکتیا د هجرو، اتڼونو، ودونو، خوښیو او غمونو ډیری سندرې يې راټولې کړې وې، څه يې په ملي راډیو کې ریکارډ کړې وې، څه يې په محفلونو، مجلسونو، جشنونو، د نوي کال په ورځو او اخترونو کې ویلې وې، د خیرمحمد خندان مړینه د پښتون قوم هنر او فرهنګ ته ډېره لویه ضایع ده او دا مهال بل داسې څوک نشته، چې د غرنیو سندرو د دې پاچا، د ملي او حماسي طرز، رنګ، غږ او ولسي محبوبیت ځای ونیسيً.

شاعر نواب امیرزی چې د څلويښتو کالونو راهیسې د خندان سره بلد دی او دده ډېر شعرونه خندان سندرو ته اړولي دي وايي، خندان په ذاتي شخصیت او هنر کې هغه ځای او مقام لاره، چې د تشې ډکول به يې خورا وخت او حوصلې ته اړتیا ولري.

نواب امیرزي وویل ً خندان افغان وو په رښتیا افغان وو، د ده په معیارونو د یو ښخصیت موندل د خوست، پکتیا او پکیتکا په منطقه کې چې یوه غرنۍ ښځه پورته شي او یو داسې زوی وزیږوي، داسې سړی ځني پیدا شي، د دې دپاره ډېره سرمایه ګزاري په کار ده، دې له پاره ډېره حوصله د وخت په کار ده، دی مبتکر سړی وو او د ده ځای هېڅوک نه شي ډکولای، اول هغه هنجره نشته ورسره، دوی هغه اخلاق ډېر مهم دي، درېیم په دې معیار سندرې چې ده وویلې، پکتیا او لویې پکتیا ته يې خدمت وکړ، دا ډېره مشکله دهً.

خیرمحمد خندان د هېواده بهر منځنۍ او جنوبي اسیا، خلیج او اروپايي هېوادونو ته هنري سفرونه کړي دي، په هغه سندرو سربیره چې په ودونو، د خوښۍ په محفلونو او جشنونو کې ویلې دي، د سندرو څلويښت کسیټونه او البومونه يې مارکېټ ته راوتلي دي.

خیرمحمد خندان تېر کال له خپلې میرمنې سره یو ځای د حج فریضه ادء کړه، او خپلې هغه څڼې چې څلوېښت کاله يې د ملي اتڼ له پاره ساتلې وې، د حج د فریضې له پاره ورخیلې او په لومړي ځل يې ږیره پرېښوده.

XS
SM
MD
LG