د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان دولت او ولس دې د ارګون له غمځپلو کورنو سره مرستې وکړي'


په جوړې شوې غونډه کې د یادو ولایتونو د مدني ټولنو استازیو خبرې وکړې او د ارګون غمیزه یي د ټول افغان اولس غمیزه وبلله.

د پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو لسګونو مدني فعالانو د ارګون د ولسوالۍ وروستۍ خونړۍ پیښه وغندله او له حکومت او خلکو یې وغوښتل چې له قربانیانو سره دې مرستې وکړي.

تیره سې شنبې د ارګون د ولسوالۍ په بازار کې د مخالفینو له خوا د موټر په ذریعه په یوې چاودنه کې شاوخوا سل تنه مړه او ژوبل شول.

د افغان حکومت د سیمه يیزو ارګانونو مسئولین وایي، د ارګون له مصیب ځپلو سره یوه اندازه مرسته وشوه او په راتلونکي کې به نوره مرسته هم ور واستول شي.

د مدني ټولنو دې لسګونو غړیو د ارګون ولسوالۍ وروستۍ خونړۍ پیښه په کلکه وغندله او دا عمل یي د اسلام او بشري حقونو د موازینو خلاف وګاڼه.

د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له حکومت، سوداګرو او خلکو څخه وغوښتل چې؛ د دې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره دې مرستې وکړي.

په جوړې شوې غونډه کې د یادو ولایتونو د مدني ټولنو استازیو خبرې وکړې او د ارګون غمیزه یي د ټول افغان اولس غمیزه وبلله.

د غونډې په پای کې د غونډې پریکړه لیک د ثناءاله ځاځي له خوا ولوستل شو چې؛ په کې راغلي وو:

″له جمهوري ریاست او اړوندو ارګانونو څخه غواړو چې هرڅومره ژر د پیښوځای ته هیئت واستوي چې؛ د زیانونو کچه معلومه کړي.

همدارنګه د حکومته غواړو چې د قربانیانو له کورنیو، ټپیانو او زیانمنو شویو سره مرستې وکړي″

د تیرې سې شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د بازارپه منځ کې د مخالفینو له خوا د یوه صرف موټر په ذریعه چاودونه کې شاوخوا سل ملکيان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي چارواکي وایې، د پیښې قربانیان ټول ملکي خلک و، چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان په کې شامل و.

په جوړې شوې غونډه کې د مدني ټولنې فعال ډاکټر کمال سادات وویل، له پیښې دوه ورځې وتلي خو تر اوسه، د حکومت له خوا له دغو قربانیانو مرسته نه ده شوې.

خو د سیمه يیزو ارګانونو د ادارې د پالیسۍ مرستیال فرید مامونزي ازادۍ راډیوته وویل، دوی له قربانیانو سره یوه اندازه مرسته کړې او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به نورې مرستې هم، دی سیمې ته ورسوي:

″نن د جمهور ريیس په امر یو هیئت سیمي ته لیږل شوې، چې د شهیدانو کورنیو ته یو یو لک افغانۍ او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړي.

په را روانو ورځو کې له زیانمنو شویو سره هم مرستې وشي.″

د روژې د میاشتې له پیل راهیسي د پکتیکا ولایت د ارګون د ولسوالۍ پیښه لومړی نه ده بلکې وسله والو مخالفینو هڅې تیزې کړي چې د هېواد په نورو سیمو کې هم بې ثباتي رامنځته کړي.

خلک وایي، په وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې ناامني او د مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او امنیتي ارګانونو ته پکار ده چې امنیتي تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد ″سیند

XS
SM
MD
LG