د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو شمېر یو نیم لکو ته نږدې شو


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته، چې یاد ولایت ته د وزیرستاني کډوالو راتګ او راکډه کېدل پیل شوي، د کډوالو شمېر نږدې یو نیم لکو ته نږدې شوی دی.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته، چې یاد ولایت ته د وزیرستاني کډوالو راتګ او راکډه کېدل پیل شوي، د کډوالو شمېر نږدې یو نیم لکو ته نږدې شوی دی.

خوست والي عبدالجبار نعیمي، چې تېره ورځ د کډوالو په برخه کې توظیف شوي کمیسیون غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د هغه ارقامو او شمېرو تر مخه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې (UNHCR)په همکارۍ ترلاسه شوي، تر اوسه څه دپاسه ۱۷۵۰۰ د وزیرستاني کډوالو کورنۍ ثبت او راجسټر شوي، چې د غړو شمېر يې نږدې ۱۴۵زره ته رسیدلی او لا هم داسې کورنۍ او کډوال شته، چې د ثبت او راجسټر څخه پاتې دي او هڅه کیږي، ټول ارقام بشپړ شي:

((تر دې مهاله يې۱۷۵۵۳ کورنۍ ثبت او راجستر کړې چې دټولو غړو شميره يې۱۴۴۱۸۶ تنو ته رسيږي او دملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره د همغږۍ په چوکاټ کې د کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ روانه ده.))

خوست والي وړاندې وویل، چې تر دې مهاله د لس زره څخه د زیاتو کورنیو سره د یو ځانګړي پلان او میکانیزم له لارې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي او نږدې پنځوس زره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ پر ضد ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی:

((تر دې وخته د دولت او مرستندويه ټولنو له لوري د لس زره دوه سوه يوشپېته کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو همدارنګه نقدي مرستې شوي، چې دغه لړۍ اوس هم د يو ځانګړي ميکانيزم او پلان پر اساس دوام لري، له ښه مرغه ټولې مرستې د عدالت او شفافيت په رڼاه کې مستحقو کورنيو ته رسيدلې دي، د عامې روغیتا د رياست له لوري تر دې وخته پورې ۴۷۴۹۵ ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق شوی او د ۹۵۰۰ څخه زياتو ناروغانو تداوي شوې ده، د ماشومانو د زده کړو د پاره هم تلاشونه زیات شوي تر څو دوی ته په مناسبو ځایونو کې د زده کړو زمینې برابرې شي.))

د کډوالو د مسلې په باب د فوق العاده ناستې ګډونوال د WFP یا نړيوال خوراکي پروګرام محلي استازي نواب درويش وويل، چې دوی په خوست کې په خپلو ګدامونو کې د ۲۱۵۱ کورنيو سره دمرستې په خاطر خوراکي مواد لري او ډېر ژر به د ١٣٠٠نورو کورنيو لپاره دغه ولايت ته ورته خوراکي توکي را ورسيږي، چې د پلان له مخې به پاتو کورینو ته هم وویشل شي.

یاده دې وي، تر اوسه په خوست کې د یو شمېر ټولنو او شوراګانو همدارنګه د کندهار د خلکو، د تحول او بدلون د ټاکنیز ټیم، UNHCR، WHO، WFP او یو شمېر نورو خیریه ادارو د لوري د وزیرستاني کډوالو سره مرستې کړي او سیمه ییزه اداره په دې هڅه کې ده، تر څو یادو کډوالو ته لا زیاتې مرستې راجلب کړي.

XS
SM
MD
LG