د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست نښته، ۳۴ وسله وال وژل شوي چې زیاتره یې پاکستانیان دي


خوست - د دوشنبې او سې شنبې تر منځ د شپې تر پېشلمي (پیشمني) وروسته، ګڼو وسله والو د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي پولیسو پر پوسته برید وکړ.

چارواکي وايي، د حملې په نتیجه کې نښته پیل شوه چې د سې شنبې پر ماسپښین پای ته ورسېده.

د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، سلګونه وسله والو برید وکړ.

ځدراڼ وايي، په نښته کې لسګونه وسله وال ژوبل شوي هم دي.

د خوست والي له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي، وسله وال د ډېورنډ د کرښې له هغې خوا خوست ته اوښتي ول.

بیان وايي، ((د وروستیو تازه مالوماتو پر اساس د وسله والو مخالفانو ۳۴ جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې شوي دي چې زیاتره یې پاکستانیان دي.))

بیان وايي، په نښته کې شپږ سرحدي پولیس، د ځاځي میدان ولسوالۍ په ملي پولیسو کې د ترهګرۍ مخنیوي مدیر او یو د ځاځي میدان قوم وګړی وژل شوي دي.

د والي له دفتره خپور شوی بیان وايي، د ځاځیو قوم دا وګړی له ملي ځواکونو سره څنګ په څنګ د وسله والو پر وړاندې جنګېده.

بیان د والي عبدالجبار نعیمي له خولې وايي، نوموړی د دې برید په سختو ټکو کې غندنه کوي.

چارواکي وايي، په نښته کې یې له وسله والو وسلې هم نیولې دي.

وسله والو د دې برید او نښتې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG