د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: کاروان سرای ته سړک پخیږي


د چهارشنبې ورځې ناوخته د خوست ښار څخه تر کاروان سرای پورې د غځیدلي سړک د کریړ کولو چارې پیل شوې.

د چهارشنبې ورځې ناوخته د خوست ښار څخه تر کاروان سرای پورې د غځیدلي سړک د کریړ کولو چارې پیل شوې، نوموړی سړک د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شپیته میلیونه افغانیو په لګښت د اتو میاشتو په موده کې پخیږي او د خوست پنځه ولسوالۍ د ښار سره نښلوي.


د خوست لویدیز لوري ته د کاروان سرای سړک چې د یو نیم کال راپدیخوا د پخولو له پاره خراب شوی وو، په دې لاره تیریدونکي موټرونه او سپرلۍ د سړک د خاورو، لوړو ژورو او کنډ کپر حالت څخه ډېر په تکلیف او ستومانه ول او تل يې د ځايي چارواکیو څخه د نوموړي سړک د کریړ کولو غوښتنه کوله، بالاخره په دې لاره کې د شته ستونزو او خنډونو له لیرې کولو ورسته د یاد سړک د پخولو عملي چارې پیل شوې.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د سړک د کار د پیلولو په مراسمو کې وویل، چې دا سړک که څه هم ډېر اوړدوالۍ نه لري، خو د خوست پنځه ولسوالۍ ځاځي میدان، باک، صبري، تریزي، لکڼ او نور لوی او واړه قومونه د ښار سره نښلوي او په لاره د خلکو او موټرونو ډېره ګڼه ګوڼه وي:

((داسې به کوچنۍ وي او شاید اوږدوالۍ يې څلور کیلومتره وي، خو اهمیت يې بې حده زیات دی، دا سړک د خوست دوه برخې سره وصل کوي، د دې سړک لګښت ۵۹ میلیونه اته لکه افغانۍ دی، د دې سړک څوارلس متر پلنوالۍ دی، څلور کیلومتره يې اوږدوالۍ دی او په اتو میاشتو کې تکمیلیږي.))

د فواید عامې رئیس مامورشاه وویل، چې نوموړی سړک څو کاله وړاندې د ولایتي بیارغونې ټیم جوړ کړی وو، خو دا چې کوچنۍ وو او د ښار او نږدې سیمو اوبه پرې راتلې، نو سړک یې په بشپړ ډول ویجاړ کړ، هغه خلکو ته وویل، که چیرې د سړکونو په ساتلو کې همکاري ونه کړي، نو دا سړکونه بیا خرابیږي او د حکومت لګښت او خواري ځای نه نیسي:

((زموږ اخري خواهش دا دی، چې د سړک په ساتلو کې د خلکو همکاري له موږه سره باید بیخي زیاته وي، خلک باید زموږه سره همکاري وکړي او که خلک له موږه سره کمک ونه کړي نو دا سړکونه بیا خرابیږي.))

قومي مشر خان عبدالقیوم خان ګډونوالو ته وویل، په سړکونو امنیتي ادارې په ځانګړي ډول پولیس هره ورځ تګ او راتګ کوي، که کوم ځای کې ویني، چې د ځمکې سره نږدې په سړک اوبه راځي نو پولیس باید د ځمکې څښتن او دهقان دې ته اړ کړي، چې سړک څخه اوبه وغړوي، ځکه پوخ سړک د اوبو څخه ډېر ژر خرابیږي:

((موږ د ټولو خلکو نه دا غوښتنه ده، د پولیسو نه مې دا غوښتنه ده، بلخصوص قوماندان صیب امنیه نه مو دا خواهش دی، چې پولیسو ته مو هدایت ورکړئ، هر ځای چې په سړک باندې اوبه راځي، د ځمکې څښتن ته باید سزاء ورکړې، بې جزا يې باید پرېنږدې، نو په دې شکل به څه نا څه اصلاحات راشي.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې ولسوالیو او اطرافي سیمو ته په یاد ولایت کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولایتي بیارغونې ټیم او ځني ځایونو کې هم په خپله د حکومت له خوا ټول ۲۸۰ کیلومتره سړکونه پاخه شوي، چې د ساتنې او څارنې بهیر يې خورا کمزوری بلل کیږي، خلک انديښنه لري، که چیرې د یادو سړکونو منظمه څارنه او ساتنه ونه شي، نو ښايي تر ډېره ونه پایږي.
XS
SM
MD
LG