د لاسرسي ځای

تازه خبر

لودين: امنيتي ځواکونه له خپل هيواد نه د دفاع جوګه دي


د ننګرهار والي د ټاکنو د بهير د پرامنه تر سره کيدو په خاطر د دغه ولايت يو شمير امنيتي چارواکو او ځينو اداري مشرانو ته د ښې کارکردګۍ په ویاړ د يوې غونډې په ترڅ ساینليکونه ورکړل.

د ننګرهار والي د ټاکنو د بهير د پرامنه تر سره کيدو په خاطر د دغه ولايت يو شمير امنيتي چارواکو او ځينو اداري مشرانو ته د ښې کارکردګۍ په ویاړ د يوې غونډې په ترڅ ساینليکونه ورکړل.


دغه غونډه چې د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پر امنيتي چارواکو سربيره ورته د ننګرهار د ځينو ادارو مشران هم وربلل شوي وو.

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د ستاینليکونو د ويش پر مهال وویل:

د ننګرهار امنیتي او ملکي ادارو د ټاکنو پر مهال دا وښودله چې افغانان له خپل هيواد نه په هر حال کې د دفاع توان لري. نوموړي وويل:


« دغه ملي پروژه چې په ۱۶ د حمل د دغې پوليسو، اردو او ملي امنيت او د ټولو ملکي او عسکري مقاماتو په واسطه باندې يې امنيت تامين کړلو، افغانستان ته يې افتخار راوړو، د بين المللي جامعې په سترګو کې يې ورته ځای ورکړلو، ستاسو د هيواد دښمنان هم په دې پوه شول، ستاسو ګاونډيان هم په دې پوه شول چې افغانان د دې جوګه دي چې د خپل وطن نه دفاع وکړي. دا يو لويه لاسته راوړنه ده. زموږ هر افسر، زموږ هر ظابط او زموږ هر جنرال او زموږ هر عسکري او ملکي کارکن په دې افتخاراتو کې شريک دي، او دا ورته زه مبارک وايم.»

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد چې د ټاکنو پر مهال يې د ښه امنيت نيولو په خاطر د ولسمشر حامد کرزي په فرمان رتبه ورکړل شوې او د ننګرهار والي په ستاينليک ونازوه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« زه به انشاالله دغه قدرداني او دې خلکو چې ما ته دا ډاډ راکړی، په ما يې اعتماد کړی او له ما څخه يې مننه کړې د امنیتي ځواکونو په نماينده ګي او د افغانستان اسلامي دولت په پوره اعتماد ما ته رتبه راکړې، زه ډير نهايت خوشحاله يم او او د دغه خوشحالۍ تر څنګ به زه د خپلو خلکو د خدمت لپاره هميشه اماده او حاظر اوسم.»

د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انيسې عمراني مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په ټاکنو کې د ښځو د پراخې ونډې لامل د ډاډمن امنيت نيول وو.

« د انتخاباتو په ورځ جې ښځو په پراخه اندازه ګډون وکړو، دا جرات ورته زموږ امنيتي ارګانونو ورکړی. موږ ليدل چې په ننګرهار کې کوڅه په کوڅه امنيتي ځواکونه ولاړ وو. زه د ښځو په نماينده ګۍ باندې د ننګرهار له امنیتي ځواکونو مننه کوم چې ډيره ښه امنيتي فضا يې رامنځته کړې وه.»

ياده دې وي چې د ملي پوليسو، ملي اردو، او عامه نظم پوليسو په يو شمير چارواکو سربيره د ځينو ملکي ادارو مشران چې د اطلاعات او فرهنګ ريس، د ملي راډيو ټلويزيون ريس، د ښځو چارو مشره، د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشره، د کليود پراختيا ريس او يو شمير نور د ننګرهار د والي له خوا په ساينليکونو ونمانځل شول.
XS
SM
MD
LG