د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شنې خونې په کال کې درې ځله حاصل ورکوي


د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د يوې زراعتي موسسې (کارډيپ) په تخنيکي او مالي مرسته بزګرانو ته سلګونه ګرين هاوسونه يا شنې خونې جوړي شوي چې له کمې ځمکې څخه په يوه کال کې درې فصله د پام وړ حاصل اخلي.

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د يوې زراعتي موسسې (کارډيپ) په تخنيکي او مالي مرسته بزګرانو ته سلګونه ګرين هاوسونه يا شنې خونې جوړي شوي چې له کمې ځمکې څخه په يوه کال کې درې فصله د پام وړ حاصل اخلي.


په ۱۳۹۱ لمريز کال چې ننګرهار ولايت د کوکنار د کښت په رابطه صفر شمارل شوی و نو په ۱۳۹۲ لمريز کال د افغانستان د مخدره موادو د مخنيوي وزارت د کرنې وزرات په چوکاټ د ننګرهار بهسودو او کامې ولسوالۍ لپاره د لس ميلونو ډالرو په ارزښت دوه مهمې پروژې پلي کړي چې په کامه کې يې خلکو ته د چرګانو فارمونه جوړ کړل او بهسودو ولسوالۍ کې يې د بزګرانو له پاره شنې خونې يا ګرين هاسونه جوړ کړل چې د دغه ولسواليو اړوند څو کليو کې د کارډيپ يا زراعت د پراختيا موسسې په اويا سلنه تخنيکي او مالي مرسته بزګرانو ته په سلګونه ګرين هاوسونه جوړل کړل.

د وفادار په نوم يو تن چې د ننګرهار په زراعتي تحقيقاتي مرکز کې د يوه ګرين هاوس ساتنه او څارنه کوي، وايي چې د تير کال په نسبت يې سږکال ګرين هاوس ښه حاصل ورکړی دی. نوموړي وايي چې د ګرين هاوس لپاره خاوره په ليبارټړي کې معاينه کيږي، بيا د هغې له مخې ځمکې ته کيماوي او ډيراني سره ورکوي او بيا په کې تخم کړي.

« دغه ګرين هاوس چې دی دا د څلور بیسوو اندازه ځمکې باندې جوړ شوی دی او دې کې موږ په دوه بيسوو کې کرنه کوو. دوه حاصله په ژمي کې ورکوي او يو حاصل په اوړي کې ورکوي. لکه يو سړی چې له پينځو جريبو نه څومره حاصل اخيستی شي، کولای شي چې له دې څلورو بيسوو څخه يې واخلي. يو رومي ( ټماټر) موږ څلور ميتره جګوو، يانې ونې ترينه جوړوو.»

دا چې د ګرين د اوبه خور سيستم څنګه دي، وفادار يې راته وايي:

« له هر بوټي سره په ۶۰ سانتي کې يو سوری دی، د هغه سوري په اندازه قطره قطره اوبه توييږي او دا اوبه کيږي، مطلب دا څلور بیسوې موږ په ۱۰۰۰ ليټرو موږ اوبه کولای شوو. او دا دهقانان چې خپله ځمکه اوبه کوي، نو څلور بیسوې په لس زره ليټرو اوبه کيږي.»

په ګرين هاسو کې څو ځايه زيړ کاغذونه هم راځړول شوي دي، وفادار وايي چې د حشراتو د انواعو د مالومولو په خاطر يې زيړې ليبلونه لګولي چې د معاينې وروسته پرې بيا اړين درمل شيندي.

« حشره کوشش کوي چې دغه زيړ رنګ ته ځان ورسوي، دا يو رقم سريخ لري، چې حشره ورپورې نښلي. او همدا رنګه د دې د حرارت درجه هم بايد کنټرول شي، د ورځې له ديريشو نه پورته نه شي او د شپې له لسو نه ټيټه نه شي.»

او دا چې يو ګرين هاوس په څو مياشتو کې څومره حاصل ورکوي، دا پوښتنه وفادار دا رنګه ځوابوي.

« له اوه سوه بوټو نه موږ تقريباٌ څلور سوه منه روميان چې يو من يې اوه کيلو کيږي اخيستي دي. په پينځه مياشتو کې مو ترې د روميانو حاصل لاس ته راوړی او تر دې وړاندې مو ترينه ۱۵۰۰۰ بادرنګ په دريو مياشتو کې لاس ته راوړي دي.»

دی زياتوي، که يوازې د بهسود ولسوالۍ اړوند بزګران په خپلو ځمکو ګرين هاسونه جوړ کړي، دومره پيداوار به ولري چې د ننګرهار سبزي به په دغه ولايت سربيره په دې برخه کې د نورو ولايتونو اړتياوې هم پوره کړی شي.







XS
SM
MD
LG