د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ پاکستانیو طالبانو افغانستان ته مخه کړې ده”


د افغانستان د ملي اردو یو جکپوړی کومندان تورن جنرال محمد شریف یفتلي وايي ، پاکستانیو طالبانو افغانستان ته مخه کړې ده.

د افغانستان د ملي اردو یو جکپوړی کومندان تورن جنرال محمد شریف یفتلي وايي ، پاکستانیو طالبانو افغانستان ته مخه کړې ده.


د افغانستان په ختیځ کې د افغان ځواکونو مشر کومندان د چارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني طالبان د هیواد جنوبي او ختیځو ولایتونو په ناامنیو کې زیات رول لوبوي.
تورن جنرال محمد شریف یفتلي وايي چې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ همکاري زیاته شوې ده.

افغانستان تل د پاکستان جاسوسي اداره ای ایس ای په دې تورنه کړې ده چې د افغان حکومت پر ضد د جنګېدونکو وسله والو مرسته او ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي چې دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دي.

د افغان ملي اردو کومندان تورنجنرال محمد شریف یفتلي په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو د زیاتېدو خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې اوربند دی او له دواړه غاړي د جوړ جاړي په خبرو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG