د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ ملي ټیم ته نوی روزونکی ګمارل کېږي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اسیا د غوره لیګ کپ سیالیو ته د ښه چمتوالي لپاره یې ملي ټیم ته یو نوی روزونکی(کوچ) نیولی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اسیا د غوره لیګ کپ سیالیو ته د ښه چمتوالي لپاره یې ملي ټیم ته یو نوی روزونکی(کوچ) نیولی دی.


د بورډ مشر نورمحمد مراد مشال راډیو ته وویل د پاکستان کرکټ ملي ټیم پخوانی کپتان عامر سهیل به پاکستان کې په تمریني کېمپ کې افغان لوبغاړو ته روزنه ورکوي.

ښاغلي مراد وویل، که څه هم سهیل د لنډې مودې لپاره د افغان لوبغاړو ته د بیټینګ په برخه کې روزنه ورکوي خو هڅې روانې دي چې د افغان ټیم لپاره یو دایمي روزونکې هم وګمارل شي.
XS
SM
MD
LG