د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې بمي چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه


نن د چهارشنبې پر سهار نهه بجې د خوست د بلند منزلونو په سیمه کې دوه پر له پسې بمي چاودنې وشوې، چې له کبله يې یو تن پولیس وژل شوی، څلور پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

نن د چهارشنبې پر سهار نهه بجې د خوست د بلند منزلونو په سیمه کې دوه پر له پسې بمي چاودنې وشوې، چې له کبله يې یو تن پولیس وژل شوی، څلور پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې پیښه خوست ښار کې رامنځته شوې او په کې یو پولیس وژل شوی او اته نور چې څلور تنه ولسي وګړي او څلور پولیس دي ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د یادو پیښو د څیړنې په اړه کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې ده:

((په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار په داخل کې دوه چاودنې شوي، چې په نتیجه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، په دې یو تن پولیس شهید شوی، څلور پولیس ټپیان او څلور نور يې عام ولسي وګړي دي، چې برسیرن ټپیان شوي دي، د پیښې د څیړنې له پاره کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په دې پېښه کې د چا لاس وو او د چا له خوا رامنځته شوې ده.))

بلخوا په ننګرهار کې افغان ځواکونه ادعا کوي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۶ تنه وسله وال په خپلو عملیاتو کې وژلي دي.

د کمانډو ځواکونو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول احمد جاوید سلیم وویل د ایساف ځواکونو په همکارۍ یې د ننګرهار د خوګیاڼۍ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي او د هیروینو د تولید دوه فابریکې هم له منځه وړل شوي.

سلیم وویل په دې عملیاتو کې افغان پوځیانو او ولسي وکړي ته زیان نه دی اوښتی او پکې یوه اندازه مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.

اخوا د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د ملي اردو کمانډو ځواکونو د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې یوه اندازه مهمات د ملي اردو پوځیانو تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG