د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲۹ وسله وال وژل شوي


د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د ظفر په نوم سویل ختیز زون کې د ترسره شویو چاڼیزو او جګړه ییزو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۲۹ وسلوال وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د ظفر په نوم سویل ختیز زون کې د ترسره شویو چاڼیزو او جګړه ییزو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۲۹ وسلوال وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.


د تندر قول اردو څخه د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ظفر په نوم عملیات کې چې له درویشتو ورځو راهیسې د سویل ختیز زون په شپږو ولایتونو کې روان دي، مخالف لوري ته د ځاني تلفاتو سربیره له دوی څخه ګڼې سپکې او درنې وسلې، همدارنګه ځني نقلیه وسایط هم نیول شوي دي.

د ملي اردو چارواکي وايي، چې د ټاکنو په ورځ او شپه د دولت وسلوالو مخالفینو ۳۴۷ مستقیمې او غیرې مستقیمې وسلوالې حملي کړي، چې ناکامې شوي دي.

یاد چارواکي د ظفر په نوم عملیاتو کې د دوو تنو سرتیرو مړینه همدارنګه ۱۲ تنو د ټپي کیدو او ۲۲ ملکي وګړو ټپي کیدل تائیدوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

((په تېرو ۴۸ ساعتونو کې وسله والو مخالفینو په غزني، وردګو، پکتیکا، لوګر او پکتیا ولایاتونو کې (۳۴۷) مستقیمې او غیرې مستقیمې حملې او د ماینونو څخه کار اخیستی، چې ټول فعالیتونه یې د ناکامۍ سره مخ شوي دي، سره له دغه مستقیمو او غیر مستقیمو حملو د نمبر تندر قول اردو ځواکونو د ظفر په نامه عملیاتو په لړکې چې د تېر کال د کب د میاشتی په (۲۵) نیټه پیل شوي وو، تر اوسه دوام لري،یو ضرب د (۸۲) ملي متري توپ، دوه ضربه ۷۵ملي متري توپونه، (۱)ضرب هاوان، دوه میله دهشکې یو فالتو میل سره، (۱)میل9-СРЅ،(۷۶) کړۍ ډول ډول ماینونه، (۱)عرابه ډاډسن موټر چې تخریب شوي هم دي او (۱)عرابه موټرسایکل په لاس راوړي، (۱۲۹) تنه وسله وال مخالفین یې وژلي او (۶۵) تنه یې ژوبل کړي دي.

د دې ترڅنګ په نوموړو فعالیتونو کې د ملي پوځ د تندرقول اردو منسوبینو څخه (۲) تنه شهیدان شوي، (۱۲)تنه ټپیان شوي، (۵) تنه د ملي پولیسو څخه او (۲۲) تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډوړ ښوول شوی او درملنه یې روانه ده.))
XS
SM
MD
LG