د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرغاړي رفیق شنواري مېرمن د علاج وس نه لري


د رفیق شنواري اتیا کلنه مېرمن
د رفیق شنواري اتیا کلنه مېرمن
خالدخان ، مشال راډیو

پېښور : د پښتو موسیقۍ د نومیالي سندرغاړي رفیق شنواري ږغ به د ډېرو داسې شتمنو پښتنو په زړونو کې ځای لري چې د ډېر څه وس لري خو د پښتو ژبې او پښتو موسیقۍ د دې سپېڅلي سندرغاړي اتیا کلنه مېرمن د خپل خاوند له مرګه شل کاله وروسته هم دومره وس نه لري چې د خپلې ناروغۍ لپاره دارو درمل واخلي.

د خپلې لور په کور کې اوسېدونکې دا سپین سرې مېرمن وايي دا اوس پر دې مجبوره شوې ده چې د خپل خاوند اخیستي ټول اېوارډونه خرڅ کړي او د ځان علاج وکړي.

د سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونه
د سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونه


د مشال راډیو خبریال خالدخان د رفیق شنواري له دې بې وزله مېرمنې سره په مرکه کې دا هڅه کړې ده چې د هغې بې وسي د وس لرونکو پښتنو تر غوږونو ورسوي.





تاسو دا مرکه له دې لاندیني لنک څخه اورېدلاﺉ شی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG