پنجشنبه 23 فب 2012 سیمه ییزوخت 16:57

خبرونه

په شام کې د خبریالانو او ولسي وګړو وژل غندل شوي

د حرفواندازه - +
23.02.2012
په شام کې د دوو غربي خبریالانو په ګډون  د ولسي خلکو  وژنې په ټوله نړۍ کې غندنې  روپارولې دي. امریکایی خبریاله چې د یوې برتانوي ورځپاڼې سره یې کار کولو، او یو فرانسوی فوټوګرافر تیره ورځ د شام په حمص  ښار کې د امنیتي ځواکونو لخوا په مخالفینو په بمباریو کې ووژل شول.

د برتانیې وزیراعظم ډیوډ کیمرون د دغه پیښې غندنه کړي او وایې، ً دا د هغه خطرونو چې خبریالان ورسره په شام کې نړۍ ته د حقایقو ورکولو په لړ کې مخامخ دي ، یوه د خفګان وړ یادونه ده، او دوی د دغه خبریالانو د کورنیو او ملګرو سره خپل خفګان شریکوي.ً

په شام کې فعالین وایې د امنیتي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې شپیته کسان ووژل شوې دي.  د سنډې ټایمز  شپږ پنځوس کلنه  خبریاله میري کولوین او فرانسوی اته ویشت کلن فوټوګرافر ریمي اوخلیک  د دغه ښار په بابا امر سیمه کې د میډیا په یو مرکز په بمبارۍ کې ووژل شول. چې پکې درې نور غربي خبریالان ژوبل هم دي.

کلیز