د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن (سېشنبه) مشال راډيو ته وویل، وسله والو تېر ماښام په ډبرې کلي کې د لېوي امنیتي ځواک پر سرتېري تلاوت خان مسود ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
دې چارواکي وویل، پېښه په ټانک کې شوې نو ځکه د جنوبي وزیرستان امنیتي چارواکي او د ټانک پولیس د پېښې جلا جلا پلټنه کوي.
د سرتېري وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.