د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغانستان او پاکستان باید د ترهګرو پر ضد لاس سره یو کړي”


په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریان سي کروکر وايي ، افغانستان او پاکستان باید د ترهګرو پر ضد لاس سره یو کړي.

ریان سي کروکر دا څرګندونې نن له مشال راډیو سره په یو ځانګړې مرکه کې وکړې.

ده وویل ، پاکستان باید د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د اړیکو ښه کولو هڅې ته ځواب ووايي.

ریان سي کروکر زیاته کړه

((دا ډېره مهمه ده چې پاکستان د ولسمشر غني ګامونو ته ځواب ووايي هغه ځکه چې دا وسله والې ډلې نه یوازې افغانستان ته خطر دي بلکې پاکستان ته هم خطر دي. نو دا د پاکستان لپاره وخت دی چې د کوټې شورا ، حقاني شبکه او نورې داسې ډلې په نښه کړي. دا د دواړو هیوادونو لپاره یو موقع ده)).

ریان سیي کروکر په افغانستان ، پاکستان او عراق کې د امریکا سفیر پاتې شوی او اوس د امریکا د نړیوالو نشریاتو د ادارې غړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG