د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې اوه وسلوال وژل شوي


د غزنی ولایت د مرکز اړوند سیمو کې د ملي اردو د سرتیرو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې شوي دي چې اووه وسله وال په کې وژل شوي او نهه نور ټپي شوي دي.

د سېشنبې په ورځ په پکتیا کې د ملي دفاع وزارت د تندر ځواکونو مطبوعاتي دفتر مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا نښتې په تېره یوه ورځ د غزني د مرکز اړوند په متک سنګ او د اندړو په سیمو کې رامنځته شوې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ګلدادخېلو په سیمه کې یوه انداره وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو لاسته ته په لاس ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او کومې وسلوالې ډلې هم د دې نښتو تاید یا رد نه دی کړی.​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG