د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: شاوخوا ۱۸۰۰ مشکوک کسان نیول شوي


د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د جوړې شوې پالېسي نېشنل ايکشن پلان له مخې یې تر اوسه پورې ۱۸۰۰ زيات کسان نیولي دي.

د جمعې پر ورځ ناوخته د وزيراعظم نواز شريف له دفتر جاري شوی بيان وايي په۱۸۵۹ کې يوازي په پنجاب صوبه کې ۹۵۸ کسان نيول شوي دي.

بيان زياتوي لاوډسپکير د غلط استعمال په تور يې په پنجاب کې ۳۲۹ او په اسلام آباد کې يې ۱۴ کسان نيولي دي. بيان وايي، په پنجاب کې ۴۱ داسې دکانونه بند کړل شوي دي چېپرې د غیر قانوني توکیو د خرڅولو تور دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د نيشنل ايکشن پلان جوړيدو راهيسې ۲۰ کسان په دارځړول شوي دي.

حکومت دغه پلان د دسمبر پر شپاړسمه د پېښور پر یو سکول تر بريد وروسته جوړ کړی وو. چې د ۱۴۱ماشومانو په شمول په کې ۱۵۱ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG