د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل وايي، پاکستانۍ پوځ دې په ستېندو کې ورته مشکلات نه جوړوي


د قبایلي سیمې خېبر ملک دین خېلو قبیلې کډوال وايي، دوی به د روانې میاشتې پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا ګورنر کور مخې ته د باړې کډوالو په احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.

دا خبره، د ملک دین خېلو ځېنې مشرانو د پنجشنبې مازیګر د پېښور خبریالانو مرکز کې د خبري غونډې پر مهال وکړه.

یوه کډوال حاضر ګل مشال راډیو ته وویل، د پوځي عملیاتو له کبله یې په کلي کې زیاتره کورونه او ودانۍ ړنګې شوې دي.

ځېنو کډوالو وویل، دوی چې خپلو کلیو ته ستنېږي نو له پوځه د اجازتنامو په تر لاسه کولو کې ډېر مشکلات لري. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د قربانیو په بدل کې دې ورته په اسانۍ اجازتنامې ورکړل شي، مالي مرسته دې ورسره وشي او کورونه دې ورته بیا ودان کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG