د خېبر پښتونخوا ګورنر او اعلا وزیر په صوبه او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ رنځ مخنیوي لپاره د صحت اتحاد په نوم د نوي پروګرام اعلان کړی.
د دې پروګرام له لارې به په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ رنځ مخنیوي واکسیني کیمپېنونه پر یوه ورځ ترسره کېږي او صوبايي او وفاقي حکومتونه به په دې لړ کې په ګډه کار کوي.
بېګا د ګورنر او اعلا وزیر له دفترونو په خپرو شویو بیانونو کې راغلي، دا پرېکړه د تېرې پنجشتبې پر ورځ په ګورنر هاوس کې د اپېکس کمېټۍ په نوم په یوه غونډه کې وشوه چې پکې د ګورنر مهتاب خان عباسي، اعلا وزیر پروېز خټک او د پېښور کور کمانډر جنرال هدایت الرحمان په ګډون یو شمېر انتظامي او امنیتي چارواکو ګډون وکړ.