دا خبره په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي غلام حسین دهقاني کړې ده.فارس خبري آژانس د غلام حسین دهقاني له خولې لیکلي چې ایران د یوه باثباته او پرمخ تللي افغانستان ملاتړ کوي.
دهقانې د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال د افغانستان پر ټولو سیاسي ډلو غږ وکړ چې خپل هیواد باید د یو ښه راتلونکې پر لور برابر کړي.
فارس آژانس وایي، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د ایران مځکني تمایمت ته ګواښ دی.
غلام حسین دهقاني هم داسې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړیدل وستایل او له ټولو سیاسي ډلو یي وغوښتل چې په ګډه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.