د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په شمالي وزیرستان او خېبرایجنسۍ کې دې روان عملیات به سرته رسوي"


د خېبر پښتونخوا ګورنر هوډ څرګند کړی چې په شمالي وزيرستان او خېبر ايجنسۍ کې روان پوځي عمليات په نيمه کې پرې نږدي.

د زيارت پر ورځ په پېښور کې له خبريالانو سره د خبرو پروخت مهتاب خان عباسي وويل چې په دواړو سيمو کې روان پوځي عمليات خپل منطقي انجام ته رسول د پوځ ذمه واري ده.

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې د پوليو د ناروغانو شمير زيات شوي دي چې پکې زياتره ناروغان د قبايلي سيمو په تيره بيا د شمالي وزيرستان او باړه سيمه دي.

ګورنر وويل چې له دغو سيمو راوتونکو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG