د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د امن کمېټۍ غړی ووژل شو


د خېبر پښتونخوا د سوات په کبل کې د اصلاحي او امن کمېټۍ غړی ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. د کبل پوليس تاڼې محرر ظاهر شاه مشال راډيو ته وویل چې ظاهرشاه په یوه ځايي سکول کې استاد وو، د ده په خبره نوموړی ګهیځ مهال خپل ښوونځي ټه لاره وو چې برید ورباندې وشو.

د سوات په لربر کې بیا بیا وسله وال د سیمې مخور، د امن کمېټو او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

یاده دې وي چې په سوات کې په ۲۰۰۹م کال د وسله والو طالبانو پر ضد له پوځي عملیاتو پس سیمه تر ډېره له دوی پاکه شوې خو د وسله والو هدفي وژنې لا هم دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG