د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پکتيا برمته ولسوال طالبانو ووژلی'


د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس له خپل یوه بل ملګري سره د تېرې جمعې په ورځ وسلوالو د پکتيا مرکز ګردېز او څمکنيو ترمنځ غځېدلې لارې په اوږدو کې برمته کړی، وژلی دی.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او د سيمې اوسېدونکي وايي چې؛ د وژل شوي ولسوال مړی د سېدکرم ولسوالۍ په يوه لیرې پرته غريزه سيمه کې موندل شوی.

دغه ولسوال په داسې حال کې وژل کيږي چې يوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د څمکنيو او ګردېز پر لويه لاره دوه تنه د ملي امنيت کارمندان هم کوز کړل شوي وو او وروسته له مړينې يې مړي په همدې ولسوالۍ کې وموندل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG