د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې مشکوکه ځانمرګي بریدکوونکې تر برید مخکې ووژل شول


د خېبر پښتونخوا د هنګو امنیتی چارواکي وایي چې په ټل سیمه کې یې یو ځانمرګی خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلی دی.

د چارواکو په خبره دوه برید کونکو غوښتل چې د پولیسو تاڼې ته ننوځې او ځانونه والوځوي خو امنیتي ځواکونو یې سازش تر وار مخکې شنډ کړ.

د هنګو پولیس مشر انور کنډي مشال راډیو ته وویل، پېښه نن سهار وختي شوې ده. خو دا یې ونه ویل چې دویم مشکوک وسله وال څه شو.

انور کنډي وویل، چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې ژوبل دي.

د انصار المجاهدین په نامه یو وسله والې ډلې د دې پېښې پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG