د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې له نښتو پنځه کسان وژل شوي


د باړې مرستيال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان نن ګل ورځ سهار مشال راډیو ته وویل چې بېګا د خېبر ایجنسۍ په باړه ډوګره سیمه کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې درې وسلوال او دوه ولسي وګړي ووژل شول.

ناصر خان وویل چې دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو موټر سایکل سورو وسله والو ته د ودرېدو اشاره وکړه، هغوی ونه درېدل او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.

وسله والو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خېبر ایجنسې په باړه تحصیل کې له تېرو پنځو کالو راهیسې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخته پکې داسې پېښې رامنځ ته کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG