د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ایین به په هر حال کې ساتو”


د پاکستان د پارلیمان ګډه غونډه په اسلام اباد کې دوام لري. د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان په خپل تاریخ کې تر ټولو نازکه حالاتو سره تیریږي. په دې غونډه کې په ملک کې د موجوده سیاسي حالاتو په اړه خبرې کیږي.

د دوشنبې پر ورځ هم د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه شوې وه چې په کې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو لخوا په پارلیمان د حملې او د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن ودانۍ ته د ننوتلو غندنه وشو.

بلخوا د پاکستان پوځ هغه تورونه رد کړې دي چې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو تر شا پوځ او یا استخباراتي اداره ای ایس ای لاس لري.

د پوځ د مطبوعاتي څانګي ای ایس پي ار په ویب پاڼه پرون د خپور شوې خبر تر مخه د پاکستان پوځ یوه غیر سیاسي اداره ده چې په مختلفو موقعو یې د جمهوریت ملاتړ کړي.

پوځ هغه تورونه هم رد کړي دي چې ګني د پوځ مشر جنرال راحیل شریف وزیراعظم نواز شریف ته د استعفا ورکولو ویلي دي. خو نواز شریف پرون په وزیراعظم هاوس کې د یوي غونډي پر مهال ویلي دي چې نه به استعفا ورکړي او نه به په رخصتۍ ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG