روس وايي ، که چیري ناټو په خیتزو غړیو هیوادو کې خپل عسکر وګماري نو دوی به یې د ځواب ویلو لپاره ګامونه پورته کړي.
په ناټو کي د روس دايمي استازي د چارشنبې پر ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د روس ځواب به د خپل امنیت ډاډمنولو پر اساس وي.
روس دا غبرګون له هغه وروسته وښود چې د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسین د سېشنبې پر ورځ د بریتانیا له ګاردین ورځپاڼې سره په خبرو کې په ختیځو غړیو هیوادو کې د ځواکونو ګمارلو خبره وکړه.