د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: تشدد پېښو ۱۲ تنه وژل شوي


د پاکستان په کراچۍ کې د تشدد په تازه پېښو کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي دي.

د تشدد دا پېښې له تېر ماښامه راهسې رامنځ ته شوې دي.

پولیس وایي په وژل شوو کې یو سېمه ییز خبریال ، پنځه پولیس سرتیري او یو ډاکټر هم شامل دي .

د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شېخ نن ماسپښین مشال راډیو ته وویل:

د کراچۍ د پولیسو چارواکي وایي د دې ښار په بېلا بېلو برخو کې د لټون عملیات وخت په وخت ترسره کیږي. د دوی په وینا دا لړۍ به تر هغه وخته روانه وي چې په دې ښار کې بدامنۍ پای ته نه وي رسېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG