د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بهیر بیرته پیل شوی


د وسله والو طالبانو د مزاکراتي کمېټۍ غړیو د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنيو چارو له وزير چوهدري نثار علي خان سره لیده کاته وکړل.


پر دې مهال د روغې جوړې په خبرو کې د حکومتي کمېټۍ غړي هم موجود وو.

په دې غونډه کې د مذاکراتو د روان بهير په ګډون پر يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د طالب استازو مشر مولانا سمیع الحق له دې ملاقاته وروسته خبریالانو ته وویل چې که څه هم وسله والو طالبانو له حکومت سره ډزبندي پای ته رسولې ده خو د ده په وینا دواړه غاړې اوس هم غواړې چې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو د مارچ پر لومړۍ نېټه له حکومت سره د ډزبندۍ اعلان کړی وو چې شاوخوا څلوېښت ورځې وروسته یې د اپرېل پر لسمه نېټه پای ته ورساوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG