د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوه عدالت د پرویز مشرف پرضد د مقدمې اوریدنه وځنډوله


د پاکستان ځانګړي عدالت د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویزمشرف پرضد د مقدمې اوریدنه د اپریل تر څلورویشتمې پورې ځنډولې ده.


د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکوي چې عدالت پخپله پریکړه کې ویلي چې د راروانۍ اونۍ نه به د دې قضیې اوریدنه هره ورځ ترسره کیږي او غیر ضروري وفقې به پکې نه راوستل کیږي.

د راتلونکې جمعې په ورځ به عدالت د پرویز مشرف د وکیل فروغ نسیم لخوا د جمع کړی شوي درخواست په اړه خپله پریکړه اوروي چې ورکې د څارنوال د مقررولو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف دایین د ماتولو او د ملک سره د غدارۍ په تور تورن پیژندل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG