د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې لس تنه وسله وال مړه او ژوبل


د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا مشال راډيو ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د سېشنبې پر ورځ د دغه ولايت د الینګار ولسوالۍ د نورلام دره کې ولسي وګړو د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو په ضد پاڅون وکړو چې د عملياتو په نتیجه کې يې د مشهور قوماندان عمري په ګډون شپږ تنه وسله وال وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دی.

خبرپاڼه زياتوي:

ياد عمليات چې تر ماخوستنه يې دوام لرلو، د ملي اردو دوه تنه سرتيري په کې وژل شوي او يو تن ملي پوليس په کې ژوبل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG