شنبه 19 مې 2012 سیمه ییزوخت 08:18

خبرونه

دبډه بېرې چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي

د حرفواندازه - +
11.03.2012
د پېښور سره نژدې د بډه بېرې د ماماخېلو په سیمه کې د یوې جنازې تر لمانځه وروسته چاودنه شوې کې د چارواکو په وينا دیارلس تنه وژل شوي او يو ديرش کسان زخميان شوي دي.  

د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر رحيم جان مشال ریډيو ته وويل چې دوی ته په وروړل شوو ۳۱ زخميانو کې د پنځوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

عیني شاهدان وايي چاودنه دیوې ځايي مېرمنې د جنازې د لمانځه نه څو منټه وروسته هغه مهال وشوه چې لاهم په سلګونو خلک په جنازګا کې موجود وو.

دپښتونخوا د اسمبلۍ مرستیال سپیکر هم په جنازه کې ګډون کړی و خو هغه له دې بریده ژوندی راوتلی، راپورونه وايي طالبانو دا منلې چې د برید اصلي نخښه یې خوشدل خان و.

کلیز

مهم موضوعات