پنجشنبه 31 جول 2014 سیمه ییزوخت 02:14

افغانستان

په پکتیکا کې وسله والو دیني عالم وژلی دی

ښرنه - د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وسله والو  د یاد ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ د مټاخېلو په کلي کې یو دیني عالم وژلی دی.

د پکیتکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا دیني عالم مولوي عبدالرحمان نومیده، چې د ملااصغر په کلي کې يې امامت کاوه او د جمعې جومات خطیب هم وو.

چارواکي د دې وژنې لامل دا بولي، چې وژل شوي عالم د اختر په لومړی ورځ په خپل خطاب کې د ملکي وګړو وژنه ناروا او له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل بللې وو، چې له همدې کبله وسله والو د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ نوموړی ((د یو تروریستي برید پرمهال وواژه.))

د پکتیکا والي محب الله صمیم د یوې اعلامیې د خپریدا له لارې ددې برید غندنه کړې او ویلي يې دي، چې وسلوال له یوې خوا زموږ ملکي خلک وژني او بل لوري ته دیني عالمان هم نه پرېږدي، چې د دا ډول کړنو په اړه څه ووايي، او خلکو ته يې په اړه دیني ارشادات واوروي.

محب الله صميم د افغانستان او نړۍ د دیني عالمانو په ځانګړي ډول د علماوو د سراسري شورا څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ورستیو ترهګریزو بریدونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې وژنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.


افغانستان کې پارلېماني نظام نه رامنځته کېږي (د جان کیري لیکنه)

لیک: جان کیري
یادګېرنه: دا لیکنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشال راډیو او نورو رسنیو ته په انګرېزي (انګلیسي)، پښتو او دري ژبو استولې ده. دا مقاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کړې ده. مشال راډيو په لیکنه کې پرته له املايي بدلونونو نور هېڅ بدلون نه دی راوستی او د کیري لیکنه کټ مټ خپروي.

هر وار افغانستان ته په خپلو ټولو سفرونو کې له يوه ژور واقعیت سره مخامخ شوی يم، او هغه دا چې: افغانان ښه راتلونکې غواړي او وړ يې دي. تاسو غواړئ چې له وېرې او ترهې پرته ژوند وکړی، خپلو ماشومانو ته د تر ټولو ښو زده کړو زميڼه برابره کړئ، او د روغتيايي اسانتياوو تر ټولو ښه سیسټم، یوه دنده او د ثبات لرونکي اقتصاد له مخې نور فرصتونه ولرئ.

بله خبره چې ما ته څرګنده شوه، دا وه چې افغانانو ښه ژوند ته د رسېدو لپاره د ډيموکراسۍ لاره غوره کړې ده.

له یوې لسیزې څخه له زياتې مودې راهیسې ولسمشر حامد کرزي په لوړو او ژورو کې د افغانستان مشري وکړه. ما له هغه سره له نژدې کار کړی، او زه پوهېږم چې د هغه له تل پاتې ميراثونو څخه به يو دا وي چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره واک په سوله یيزه او ولسواکه بڼه ولېږدول شي.

د اپريل او جون په مياشتو کې افغانانو د پياوړې ډېموکراسۍ پر لور يو ستر ګام واخيست، ميليونونه تنه د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړل چې د خپل هېواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. هرې رايې په ډېموکراسۍ د تاييد مهر ولګاوه او راتلونکې ته د هیلو ښکارندویه وه.

دې هوکړې ته د رسېدو لپاره، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په حیرانوونکي ډول سياسي پوهه وښوده.

د امريکا متحده ايالاتو له خپل تاريخه زده کړي چې د ډېموکراسۍ لورې ته غځېدلې لار له خنډونو ډکه ده او دغه واټن په يوه شپه نه ختمېږي. ډېموکراسي دې ته اړتيا لري چې معتبر بنسټونه رامنځته شي، پر ځانځانيو بريا ترلاسه شي، د باور فضا رامنځته شي، او د روښانه راتلونکې لپاره یو ځای کار وشي.

نن افغانستان او د ولسمشرۍ دوه نوماندان په دې لاره کې له یادو خنډونو څخه له يوه سره مخامخ شوي دي -  د پرېکړې یو فرصت. د خنډونو پر وړاندې د هغوی د غلبې وړتيا او له یو بل سره د هغوی همکاري او مرسته د میلیونونو افغانانو رايو ته د درناوي لپاره د افغانستان او له نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د اړيکو راتلونکی ټاکي.

د امريکا متحده ايالات، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه تر ټاکنو وروسته په بهير کې د دې لپاره ښکېل شول چې له ټاکنيزو بنسټونو سره په رايې ورکونې د باور د اعادې لپاره مرسته وکړي. متخصصین ما ته وايي چې په کابل کې د رايو د تفتيش بهير، د ټاکنو تر ټولو ستر او پېچلی تفتيش دی چې تر اوسه يې په غاړه اخيستی. ډېر کم شمېر هېوادونه کولای شي په يواځې سر پر دې ډول ننګونه لاس بري شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان له خپلو افغانو همکارانو سره اوږه په اوږه کار کوي چې ډاډ تر لاسه شي چې د رايو د تفتيش بهير د افغانستان له قوانينو، نړیوالو معيارونو، او تر هر څه مهم د افغانانو له غوښتنو سره سم تر سره کېږي. دا بهير، چې ستونزمن دی او ورو پر مخ روان دی، به د اختر تر ورځو وروسته ګړندی شي. خو ډېموکراسي په بيړه نه شي تر لاسه کیدای، او هره مشروع رايه د درناوي او شمېر وړ ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ملګري ملتونه او په لسګونه نړیوال ناظرین شپه او ورځ کار کوي چې د رایو تفتيش پای ته ورسوي. د رایو د تفتيش بهير په افغانستان کې د ډېموکراسۍ پر وړاندې د ننګونو يواځې يوه برخه ده. د نوماندانو، هر يوه ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله الله او د هغوی د سياسي ټيمونو کړنې هم له ورته ارزښت څخه برخمنې دي.

د جولای پر ۱۲ مه نېټه، دواړو نوماندانو يو بل ته لاس ورکړ او هوکړه يې وکړه چې د رايو د تفتيش د پايلو احترام به کوي. همداراز، هغوی هوکړې ته ورسېدل چې د ملي وحدت حکومت به رامنځته کوي چې افغانستان د يوې ښې او روښانه راتلونکې پر لور بوځي. دا سیاسي هوکړه د هغه ننګوونکي وضعیت ځوابول دي چې د دواړو مشرانو او د هغوی د زیات شمېر پلويانو تر منځ همکارۍ ته اړتيا لري.

دې هوکړې ته د رسېدو لپاره، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په حیرانوونکي ډول سياسي پوهه وښوده. په هره ډېموکراسۍ کې، تر سختو ټاکنيزو مبارزو وروسته د ولسمشرۍ د نوماند په توګه ډېره ستونزمنه ده چې داسې ټکي ته ورسېږئ چې باید خپلې او د خپلو پلويانو غوښتنې يوه څنګ ته کړئ او په هر څه باندې د خپل هېواد اوږد مهاله ګټو ته لومړيتوب ورکړئ. دواړه نوماندان وتوانېدل چې د خپل ځان او د خپلو پلويانو تر غوښتنو او خواهشاتو تېر شي. هغوی د ملي ګټو د خونديتوب لپاره تر سياسي ګټو تېر شول. هغوی داسې سياسي پوهه څرګنده کړه چې موږ يې له سترو مشرانو څخه تمه کوو.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رییس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلېماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجراييوي رييس نوې څوکۍ منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي

اوس د هغوی پر وړاندې ننګونه د يادې هوکړې پلي کول او د دې ټکي په پام کې له نيولو پرته چې څوک به ګټونکی وي، په نوي حکومت کې د پياوړو کاري اړيکو درلودل دي. د سیاست وخت پای ته رسېدلی او اوس د همکارۍ او مرستې وخت راغلی دی. ښايي وخت له لاسه ور نه کړل شي، او زه دواړه ټيمونه هڅوم چې د يوبل سره په ملګرتيا کې، ان په داسې حال کې چې د رايو تفتيش دوام لري په هغو مهمو موضوع ګانو کار وکړي چې هېواد يې ورسره مخامخ دی.

بهرنيان د دې واک نه لري چې د سیاسي اډانې محتويات چې دوی څو ورځې مخکې ومنل، روښانه کړي. زه هماغه ورځ په هغې خونه کې وم، او کولای شم ووايم چې په يوه پاڼه سند کې کومه موضوع نه وه ځای کړل شوې.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رییس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلېماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجراييوي رييس نوې څوکۍ منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لویه جرګه راوبولي چې په دې اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هېواد په ګټه دی او که نه.

هغه څه چې یاده هوکړه يې برابروي دواړو نوماندانو ته یو ارزښتمن فرصت دی چې د سياسي رقابت پر ځای د ريښتينې سياست پوهنې پر لور وخوځېږي. دا دوی دواړو ته يو فرصت دی چې په ګډه د داسې دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې د ټولنې د ټولو برخو استازيتوب وکړي – پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او ښځې او نارينه.  

هو، ډېموکراسي بدلون موندونکی بهير دی. خو ډېموکراسي يوه داسې ټکي ته رسېږي چې باید د هېواد ګټې د سیاستمدارانو له ګټو څخه ډېرې د ارزښت وړ وي. افغانستان نن هماغه مهم ځای ته رسېدلی. د دې هېواد مشران نه شي کولای دغه فرصت له لاسه ورکړي چې د هېواد له خلکو سره ښه ژوند ته په رسېدو کې چې دوي يې وړ او غوښتونکي دي، مرسته کوي. او دا دواړو سیاستوالو ته چې د خپل هېواد سره مينه لري يوه ننګونه ده.


د خوست چارواکو د وزیرستان له کډوالو سره اختر ولمانځه

په خوست کې د وزیرستان کډوال

خوست - د کوچني اختر په درېیمه ورځ د خوست والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا او نورو ملکي او پوځي ادارو غړو او چارواکو د شمالي وزیرستان له سلګونه کډوالو سره ولیدل او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ، د خوست والي له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چارواکو د اختر لومړۍ دوه ورځې د خوست ځايي ولس او درېیمه ورځ یې د وزیرستان کډوالو ته ځانګړې کړې وه.

د اختر مبارکۍ د مراسمو پر مهال د وزیرستان کډوالو چارواکي له خپلو ستتونزو خبر کړل او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې.

کډوالو د خوست له چارواکو غوښتنه وکړه چې بچیو ته یې د زده کړو زمینې برابرې کړې.

د خوست والي له دفتره خپور شوی یو بل بیان وايي، چارواکو د وزیرستان کډوالو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ورکړې.

د شمالي وزیرستان سلګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته تللې دي.

د پاکستان پوځ د جون پر ۱۵مه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل.


د پاکستان پوځ مشر وايي له وزیرستانیو کډوالو سره مرستو ته ژمن دی

بنو - د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، پوځ او پاکستانی ولس د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستو ته ژمن دي.

د سې شنبې پر ورځ په بنو کې کډوالو ته د وینا پر وخت جنرال شریف وویل، دوی به د کډوالو د بیا بحالي په عمل کې هم د وزیرستان له ولس سره وي او هغوی به یوازې نه پرېږدي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي، جنرال شریف د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې له برخه اخیستونکو پوځیانو سره هم ولیدل او بیا په بنو کې د کډوالو کیمپ ته ورغی.

بیان زیاتوي، جنرال شریف په میرامشا کې یوه شپه تېره کړه او له پوځي افسرانو یې د عملیاتو په اړه مالومات تر لاسه کړل.

د پاکستان پوځ د جون پر ۱۵مه، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې لکونه خلکو له وزیرستانه پښتونخوا، نورو قبایلي سیمو او خوست، پکتیا او پکتیکا ته کډې وکړې.

د پوځ له وینا سره سم، په عملیاتو کې یې په سلګونه وسله وال وژلي او د شمالي وزیرستان زیاتره برخې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

که یو خوا ازادې سرچینې د پوځ د دې ادعاو پخلی نه کوي نو بلې خوا ته افغانستان پر پاکستان تور پورې کړی دی چې په دې عملیاتو کې ټولې وسله والې ډلې نه په نښه کوي.

خو د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت دا تور بې بنسټه بولي او وايي، عملیات د ټولو وسله والو پر ضد دي.

وسله والو ډلو د ځاني یا مالي زیان او د پوځ د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.


Audio حشمت کرزی ((د کندهار دېوال)) وو

کندهار - افغان ولسمشر حامد کرزي، د کندهار چارواکو او عامو خلکو د حشمت خلیل کرزي وژنه غندلې ده او دا یې د هېواد لپاره لویه ضایعه بللې ده.

ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هره ورځ د افغانستان وګړي وژل کېږي او د دې کورنۍ هم له دې مصیبته مستثنا نه ده او دا چې دی دا قرباني مني.

د کندهار والي، توریالي ویسا ویلي، یوه ۲۴ کلن کس د مېلمنو په منځ کې کرزي ته ورغی او په چاودنې کولو یې هغه وواژه.

ویسا، حشمت کرزی د کندهار دېوال وباله.

حشمت کرزی د ولایتي شورا په انتخاباتو کې بریالی شوی وو او زیاتره وخت به یې خلک سولې ته وربلل.

د کندهار ولس هم د کرزي پر وژنې سخت خپګان ښودلی دی او دا پېښه یې غندلې ده.

د حشمت خلیل کرزي د ژوند او کار په اړه د محمد صادق رښتیني رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د حشمت خلیل کرزي د ژوند او وژنې په اړه رپورټ
د حشمت خلیل کرزي د ژوند او وژنې په اړه رپورټ i
|| 0:00:00
...
 
🔇
X

 

 

 


د امریکا له خوا د افغان سرتېرو روزنه او د پوځي سامان موثریت تر پوښتنې لاندې دی

د امریکا د دفاع وزارت تر ۲۰۱۱ کال وروسته له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو د امادګۍ د یوې برخې په توګه د افغانستان د سیارو کنډکونو روزنه د هغو لپاره د اړتیا وړ وسایطو د برابرولو اقدام پیل کړ.

دغو قواوو ته ۶۳۴ موټر په کار ول چې د دې اکثره برخه یې پوره شوه او موټر افغان سرتیرو ته ورکړل شول. خو په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د تفتیش اداره سیګار د سه شنبه په ورځ په خپل یوه نوي راپور کې د دغو وسایطو پر موثریت شک ښودلی او وايي، سره له دې چې پر دغو وسایطو ۶۶۱ میلیونه ډالره لګښت راغلي؛ خو بیا هم د هغو په کارولو کې پوښتنې شته.

د سیګار په راپور کې د دغو وسایطو پر پرزو، د هغوی ترمیم او د افغان پرسونل له خوا سمې کارونې ته اشاره شوې ده.

دا ارزونه داسې مهال شوې چې، امریکا په پام کې لري، د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۹۸۰۰ ته راکم کړي او په افغانستان کې د نورو هېوادونو د سرتیرو شمېر به هم تر ۴۰۰۰ ډیر نه وي.

امریکا په لومړي سر کې په افغانستان کې ۱۳۰ زره سرتیري درلودل چې د ۱۳ کلونو په تېرېدو سره اوس دا شمېره تقریباً لسو زرو ته راکمیږي او په دې سره د افغانستا ن پر پوځ په تیره بیا پر سیارو تهاجمي کنډکونو د مسوولیت لوی بار ږدي.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې د دغو متحرکو قواوو او د هغوی د وسایطو ارزونه یوازې په کابل او کندهار کې امکان لري او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نه دي توانیدلي دغه وسایط او د متحرکو یا سیارو کنډکونو فعالیتونه تفتیش کړي.

سیګار لیکي، بل خوا ناټو هغو سرتیرو ته چې د دغو وسایطو څخه استفاده کوي؛ یوازې د یوې اړتیا وړ برخه کې د اتو اونیو لپاره روزنه ورکوي او په دې کې درې برخې د موټرو چلول؛ د پوځي موټرو د ماشیندار څخه استفاده کول او د دغو وسایطو قومانده شامله ده.

د سیګار په باور، که چېرې یو له دغو کسانو څخه مړ یا ټپي شي؛ دوه نور کسان یې نه شي کولی د هغه دنده مخته بوزي.

سیګار زیاتوي، که څه هم ناټو او امریکا ویلي چې؛ د دغو تشو د ډکولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي او د روان کال تر پایه به دا ستونزې هوارې شي؛ خو د سیګار په باور دا کار په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتیرو د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي؛ په تېره بیا په داسې وخت کې چې د افغان څواکونو نړېوال ملاتړي له دغه هېواده ځي؛ نو دا اندیښنه نوره هم ډېریږي.


د ولسمشر کرزي د تره زوی په یوه ځانمرکي برید کې ووژل شو

د افغان ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین مسؤل حشمت خلیل کرزی نن (سېشنبه) د اختر پر دویمه ورځ پخپل کور کې د یو کس لخوا په ځانوژونکې حمله کې ووژل شو.  

د کندهار د ولایت مقام ویاند دوا خان مینه پال له مشال  راډیو سره په خبرو کې د حشمت کرزي وژنه تایید کړه او ویویل، چې برید کوونکو یو ځوان هلک وو، چې د اختر مبارکۍ په پلمه د ښاغلي کرزي کور ته ورغلې وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا ځانوژونکې حمله د اختر د روغ بړ په مهال شوې او په کې د حشمت کرزي یو ساتونکې هم وژل شوې او یو بل ولسي کس ټپي شوې دې.

د برید پړه تراوسه پورې چا په غاړه نه دې اخستې، خو مینه پال وویل، چې له څه مودې راهیسې حشمت خلیل کرزي ته ګواښونه متوجه وو.

د احمد ولي کرزي له وژل کیدو وروسته دا د ولسمشر کرزي د کورنۍ دویم پیاوړې کس دې چې ووژلې شو.

احمد ولي کرزي د ۲۰۱۱ میلادي کال د جولای په ۱۲ نیټه په خپل کور کې د یوه ساتونکي له خوا وژل شوې وو.


پېښور:کسټ پلورونکي له سوړ بازار نه شکايت کوي

وړوکي اختر ته د پيښور کسټ پلورنکو د ګڼ شمير سندرغاړو د نويو سندرو البمونه را ويستي، خو دوکانداران د کسټ او سي ډي له سوړ بازار نه شکايت کوي.

پېښور يو له هغو ښارونو څخه شميرل کيږي چې د پښتو موسيقۍ د ودې لپاره په کې په لسګونو سټوډيو ګانې پرانستل شوي او يو شمير کسيت پلورنکي د کسټ او سی ډی د پروډوکشن په کار وبار لګيا دي. سږکال هم يو شمير کسټ پلورنکو د وړوکي اختر په مناسبت د پښتنو سندرغاړو البونه تيار کړي او مارکيټ ته يي د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي.

که څه هم پيښور کابلۍ بازار چې سينيما روډ هم ورته وايي ګڼ شمير کسټ پلورونکي له خپل کار څخه بې زاره شوي خو ځينې يې لا هم د حالاتو سره په مقابله کې خپل کار ته دوام ورکوی.

د محمد رفیق کست هاوس يو تن مسوول  مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې سږني اختر ته يې د لر او بر د اکثرو پښتنو سندرغاړو البمونه  تیارکړي دي.

« دې اختر ته کم تر کمه پنځوس نمبرې (البمونه) کړي دي، په دې کې ماسټر علی خیدز ذیؤ تلزیه ده، امین الفت  دی، بهرام حان دی، مطلب چې څومره فنکاران دي د ټولو مو کړي دي. خو په مارکيټ کې ګاک نشته، مارکیټ بلکل خراب دی، مخکې چې به موږ لس نمبرې وکړېؤ نو په مارکيټ کې به اله ګوله وه، یو، یو میاشت به کار و بار ښه و. اوس پينځوس نمبرې په دې خراب بازار کې موږ کړي، خو په بازار کې کسټمر۰( اخیستونکی) نشته.»

په کابلۍ بازار کې اودين موزيک سنټر هم يو له هغو څخه شميرل کيږي چې د تيرو څو لسيزو راهيسې يې د پښتو موسيقۍ په سلګونه البمونه را ايستيلي، سږني اختر ته يې هم يو شمير مشهورو سندرغاړو البمونه را ايستي خو د یاد موزیک يو تن مسوول زیارت ګل وايي چې روزګار ته يې د موبایل ميموريو سخته صدمه رسولې ده.

« واړه اختر ته خو موږ د کرن خان يو کسټ کړی دی، يو ګلپاڼه ده، سرفراز دی، سردار يوسفزی دی. خو کسټ نه خرڅيږي، نن سبا خو دومره تیز نیټ راغلو چې په هر موبایل کې چې کوم شی غواړي درته يې را اوړي، دې هم په کار و بار بد اثر اچولی دی او دې میموري او يو اس بي پرې د ټولو نه بد اثر اچولی دی.»

 محمد رفیق کيسټ هاوس هم د موبايل له ميموريو سر ټکوي او وايی:

« یو ایس بي ته کاپي کيږي، لکه خرچې پرې موږ وکړو، يو ایس بي واله يو سي ډي واخلي، کمپي،ټر ته يې کاپي کړي، ته هم ورته موبایل وروړي، بل هم ورته موبايل وروړي، ټوله ګټه هغه ته ورخي.»

سرحد کسټ هاوس چې د تيرو څو لسيزو راهیسې يې د کسټ او سي ډي د پروډکشن کار کولو، اوس له نورو څخه کسټ او سی ډي را اخلي او خرڅلاو ته يې وړاندې کوي، د ياد کسټ هاوس يو تن مسوول وايي چې د کسټو کار و بار په ختميدو دی، دوی هم له اختر وروسته خپل کار وبار ته تغير ورکوي.

« زما نوم محمود دی، کابلۍ بازار کې تقربیاٌ لس دول دوکانونه ختم شول، دا کار و بار سوچ ختم شو، چا د څپلو کار وبار شروع کړو، چا جنرل سټور دوکانونه جوړ کړل هم په دې بازار کې، څوک د ټیکسي ډریوران شول سوزوکي چلوي، څه بد امني ده، څه ګراني ده، څه بې روزګاري ده، د ملک حالات هم داسې دي. د څلويښتو کلونو راهيسصې دا کرا وبار موږ دلته کوو، خو اوس چې دا اختر تیر شي، زموږ هم ورته اراده ده چې دا کار وبار ختم کړو.»

د پيښور کابلۍ بازار کسټ پلورنکي وايي چې پر افغانستان سربيره  د خیبر پښتونخوا سوات، ملکنډ، مردان، چارسدې، او جنوبي اضلاح ته ترينه کسټ پلورنکو سي دي او کسټې خزڅلاو ته وړي، خو د پيښور د سوړ بازار نه شکايت کوي.
بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد


خوست: خلک ښه راتلونکې ته هیله من دي

د خوست ولایت چارواکيو د کوچني اختر په ورځ مشال راډیو  ته وویل، چې د کمکي اختر په مراسمو کې د خلکو پراخه ګډون او په یاد ولایت کې شته ډاډمن امنیت دا په ډاګه کړه، چې خوستوال د بل هر وخت په پرتله د دې هېواد ښه او سوله ییز راتلونکې ته هیله من دي.

بل لوري ته یو شمېر خوستي مدني فعالان له ځايي خلکو په اختر کې د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو غوښتنه کوي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، سره له دې چې
خوست سرحدي موقعیت لري او دې ځای ته د وسلوالو تګ او راتګ د نورو ولایتونو په پرتله اسان دی، خو بیا هم سږنۍ اختر له دې کبله چې خلک خپل راتلونکې ته ډېر هیله من دي، په توپیر کې دی.ده وویل، چې خلکو سره پخوانۍ ناامیدۍ ختمې شوي او اوس ورسره د روښانه سبا فکر پیدا شوی دی:

((سږنۍ کوچنۍ اختر د نورو اخترونو سره له ښه مرغه ډېر زیات توپیر لري،توپیر په دې کې دی، چې د خوست د متدینو ولسونو سره د خپل ښه راتلونکې پهباب فکر پیدا شوی، موږ چې څومره اطلاعات لرو او په جامع جومات کې مو پهخپلو سترګو ولیدل، هېڅ داسې شخص نشته چې هغه دې د ناامیدۍ د حالت سره مخامخ وي، بلکې د هر چا په څیره کې خوشالۍ ترسترګو کیدې، د دوی له څېروداسې ښکاریده چې انشاالله په نږدې راتلونکې کې به خوست د سولې او ثباتهمدارنګه پرمختګ ګور ګرځي.)) 

خوست امنیه قوماندان سمونوال الحاج فیض الله غیرت مشال راډیو سره په خبرو
کې د اختر مبارکۍ سربیره وویل، چې د اختر له پاره کلک امنیتي تدابیر نیول
شوي او د خوست په ټولو قومي عیدګاوو کې د اختر لمونځونه په سوله ییزه
فضاه کې ترسره شول:

((ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول خوست میشتو خویندو او وروڼو ته د کوچني
اختر مبارکۍ وایم، لکه څرنګه چې مالومه ده، د اختر له پاره قوي امنیتي
تدابیر نیول شوي دي، د امنیتي ارګانونو سره مو مشترک پلانونه جوړ کړي وو،
خلکو د امن په فضا کې هم د روژې مبارکه میاشت تېره کړه، د اختر لمونځونه
خلکو په خپلو جوماتونو او عیدګاوو کې اداء کړل، هېڅ نوعه داسې پيښه نه ده
شوې، چې قابل د ذکر وي، په ټولو ولسوالیو او اداري واحدونو کې داسې پيښه
نه ده شوې، چې هغه قابل د ذکر وي.))

د خوست د قومونو او سرحدونو چارو سرپرست رئیس نقیب الله متونوال د پولې د
دواړه غاړو قومونو او ولسونو څخه وغوښتل، چې په خپلو کې یووالۍ ټینګ کړي،
همدارنګه دې تر دې وروسته د هغو تپل شويو توطیو په مقابل کې غږ اوچت کړي،
چې دا مهال دا سیمې او ولسونه  ورسره مخامخ دي.

مدني فعال او ژورنالېست روح الله امین د اختر په ورځ مشال راډیو سره په خبرو کې د خوستوالو وغوښتل، چې د هغو وزیرستاني کډوالو سره په ځانګړي ډول د اختر په شپو او ورځو کې مرستې وکړي، چې دا مهال په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله خوست ته راکډه شوي دي.

بل لوري ته د پکتیکا ولایت چارواکيو هم مشال راډیو ته وویل، چې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې د اختر لمونځونه په امن کې ترسره شوي او ځايي چارواکي دا مهال په ارګون کې دي، تر څو په یاده سیمه کې د وروستۍ پيښې د قربانیانو د کورنیو سره غمشریکي وکړي.


د پښتونخوا په ځینو برخو او افغانستان کې نن اختر دی

نن د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګډون په زیاتره هېوادونو کې کوچنی اختر لمانځل کېږي.

نن سهار د پېښور، کابل ، مزار شریف او قبایلي سیمو په جوماتونو کې د اختر لمونځ وشو او دعاګانې وشوې. د اختر اعلان تېر ماښام په پېښور کې قاسم علي خان جومات د پښتونخوا له بېلا بېلو برخو د شهادتونو تر ترلاسه کېدو وروسته وکړ. هلته د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټه به نن د شوال د میاشت لیدلو په موخه کېني.

افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت د یو شمېر بندیانو خوشې کولو او د ځینو د سزا کمولو امر کړی دی.

ولسمشر کرزي په خپل فرمان کې ویلي، هغه کسان چې له پینځو کلونو یې زیاته موده په بند کې تېره کړې وي او یا یې د بند یو نیم کال پاتې وي، دې د شرایطو په پام کې له نیولو سره خوشې کړل شي. همداراز، له ۶۴ کلونو زیات عمر لرونکي سړي، او له ۵۴ کلونو زیات عمر لرونکې ښځې چې د خپل پینځه کلن بند څلورمه برخه یې په زندان کې تېره کړې وي، خوشې کول کېږي. د ولسمشر دا فرمان پر ملکي او پوځي دواړه ډول بندیانو عملي کېږي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د ولسمشر باراک اوباما او امریکايي ولس له خوا افغانانو او مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلې ده.

بېګا په کابل کې د امریکا په سفارت کې په یوه بیان کې کنېنګم وویل، له افغان ولس سره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي: کټ

هلته په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما افغانانو ته د اختر د مبارکۍ له ویلو سره د روژې په میاشت کې د ولسي وګړو پر وژنه د سخت خپګان ښودنه کړې ده. یوناما په خپل بېګاني بیان کې هیله ښودلې چې افغانان به د اختر ورځې شپې بې له تاوتریخوالي او په خوشالۍ تېرې کړي. 


د پښتو نومیالی سندرغاړی خیر محمد خندان مړ شو

خیر محمد خندان

خوست: د پښتو ژبې تکړه او وتلی ملي او ولسي سندرغاړی خیرمحمد خندان د ورپيښې ناورغۍ له کبله تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

خیر محمد خندان ، چې د خوست سره په پوله پرتې، د پکیتا د څمکنیو ولسوالۍ د پړوخېلو په سیمه کې زیږیدلی وو، د ۱۳۴۷ لمریز کال راهیسې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې سندرې ویلې او یاده راډیو کې يې تر ۲۰۰ ډېرې ولسي او حماسي سندرې ریکاډ کړې دي.

نوموړي سندرغاړي د لویې پکتیا د غرنیو سندرو ځانګړی طرز لاره، د صاف، لوړ او اهنګین غږ انګازو يې درې او غرونه خوځول او د میلیونونو ولسي خلکو زړونو ته يې لاره پیدا کړې وه.

ولسي سندرې او سروکي يې اوس هم په لرو او برو پښتنو کې ډېر مشهور دي او زیات مینه وال لري.

د خیرمحمد خندان له خوا ویل شوې ولسي سندرې دا مهال ډېرو سندرغاړو له نوې موسیقۍ سره هم ویلي دي.

د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، صدیق شباب او د کوزې پښتونخوا وتلي او منلي سندرغاړي زیک اپریدي او نورو هنرمندانو د خیرمحمد خندان ولسي سندرو او طرزونو ته په نوې موسیقۍ کې نوی سینګار ورکړی دی.

په خوست کې د سولې پیغام د سیمه ییزې راډیو مشر، لیکوال او شاعر  زاهدشاه انګار وايي، چې تر اوسه هم خندان په سپین ږیرو او ځوانانو کې ډېر مینه وال لري.

زاهد شاه انګار زیاته کړه ، ً زه د راډیو د مسوول په توګه دا وایم چې تر اوسه پورې هم هره ورځ زموږ د اوریدونکو له خوا فرمایشونه راکول کیږي او د خیرمحمد خندان د سندرو د خپریدا غوښتنه کويً.

هغه وویل ً خیرمحمد خندان یو داسې ملي، حماسي او ولسي سندرغاړی وو، چې د لويې پکتیا د هجرو، اتڼونو، ودونو، خوښیو او غمونو ډیری سندرې يې راټولې کړې وې، څه يې په ملي راډیو کې ریکارډ کړې وې، څه يې په محفلونو، مجلسونو، جشنونو، د نوي کال په ورځو او اخترونو کې ویلې وې، د خیرمحمد خندان مړینه د پښتون قوم هنر او فرهنګ ته ډېره لویه ضایع ده او دا مهال بل داسې څوک نشته، چې د غرنیو سندرو د دې پاچا،  د ملي او حماسي طرز، رنګ، غږ او ولسي محبوبیت ځای ونیسيً.

شاعر نواب امیرزی چې د څلويښتو کالونو راهیسې د خندان سره بلد دی او دده ډېر شعرونه خندان سندرو ته اړولي دي وايي، خندان په ذاتي شخصیت او هنر کې هغه ځای او مقام لاره، چې د تشې ډکول به يې خورا وخت او حوصلې ته اړتیا ولري.

نواب امیرزي وویل ً خندان افغان وو په رښتیا افغان وو، د ده په معیارونو د یو ښخصیت موندل د خوست، پکتیا او پکیتکا په منطقه کې چې یوه غرنۍ ښځه پورته شي او یو داسې زوی وزیږوي، داسې سړی ځني پیدا شي، د دې دپاره ډېره سرمایه ګزاري په کار ده، دې له پاره ډېره حوصله د وخت په کار ده، دی مبتکر سړی وو او د ده ځای هېڅوک نه شي ډکولای، اول هغه هنجره نشته ورسره، دوی هغه اخلاق ډېر مهم دي، درېیم په دې معیار سندرې چې ده وویلې، پکتیا او لویې پکتیا ته يې خدمت وکړ، دا ډېره مشکله دهً.

خیرمحمد خندان د هېواده بهر  منځنۍ او جنوبي  اسیا، خلیج او اروپايي هېوادونو ته هنري سفرونه کړي دي، په هغه سندرو سربیره چې په ودونو، د خوښۍ په محفلونو او جشنونو کې ویلې دي، د سندرو څلويښت کسیټونه او البومونه يې مارکېټ ته راوتلي دي.

خیرمحمد خندان تېر کال له خپلې میرمنې سره یو ځای د حج فریضه ادء کړه، او خپلې هغه څڼې چې څلوېښت کاله يې د ملي اتڼ له پاره ساتلې وې، د حج د فریضې له پاره ورخیلې او په لومړي ځل يې ږیره پرېښوده.


کوچنی اختر او د خوستوالو تیاریانې

د خوست ښار منځنۍ کوڅې، سړکونه او جادې د نورو  کلونو په شان د ګاډو، موټر سایکلونو او نورو وسایطو پر مخ تړل شوي دي، په دې کوڅو او جادو کې د خوراک، پوښاک او د ماشومانو د لوبو د وسایلو د خرڅانه له پاره ګرځنده ټپرۍ جوړې شوي او د دې ښار په تنګو کوڅو کې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په ولاړو ټپریو باندې د پېردونکو ډېر بیروبار وي، خو د کلچو، کیکونو، مېټايیو او د نورو خوږو خوراکي شیانو رانیول هم د پام وړ دي، له ښاریانو سره په لاسونو کې تر هر څه ډېر په همدې توکو نظر پریوځي، همدارنګه د پوښاک وسایل قطرې، جرابې، زېر پراهنۍ یا بلینانونه، د ښځینه وو او نارینه وو د سېنګار توکي، نکریزې او د ماشومانو د لوبو وسایل خورا ډېر پیردونکي لري.

په خوست ښار کې د ځايي خلکو سربیره ډېر وزیرستاني کډوال هم ترسترګو کیږي، چې د کوچني اختر له پاره سوداګانې کوي، دوی هم په خوست کې د اختر تیاریانې په تېرو کلونو کې د خپلو سیمو د اخترونو نه کمې نه ګڼي:

((زه په قوم سیدګۍ یم د ډنډې اوسیدونکی یم، بیت الله سیدګی مې نوم دی، الحمدالله اختر دی تیریږي، ښه ویال او په خوشالۍ کې تیریږي، موږ د خوست د خلکو نه خفه نه یو، د خوست خلکو ته ښه په طبع کې خوشال یو، هېڅ تکلیف موږ ته نشته، موږ ته کورونه میلاو شوي دي، مرسته ښه سهي راسره روانه ده، او د خوست عید موږ ته د میرانشاه ښه ولیدل شو.))

د خوست یو بل ژڼکی، چې له خپلو نورو ګڼو ملګرو سره درزي ته راغلی او غواړي، اختر ته خپلې نوې جامې ځینې یوسي، په خوست کې د اختر د تیاریانو په اړه راسره خپل نظر په دې توګه شریکوي:

((زه وحیدالله فطرت د خوست د مندوزیو اوسیدونکی، خوست بازار ته نن راغلی یو څپلیو، قطره، خولۍ او جامو پسې، موږ اختر ته شیان اخیستي دي، خو نن په خوست کې داسې رش او ګڼه ګوڼه ده، چې ښه مزیدار رش دی، ډېر مزیدار رش دی.

خوستوال خو ډېر نرم، خواږه او پاسته خلک دي، په خوست کې دومره ګڼه ګوڼه ده، چې په نورو لویو ښارونو ننګرهار، کابل او مزار کې به هم رش وي، خو د خوست په شان به نه وي.))

په خوست ښار کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو او ولایتونو ګڼ خلک له پخوا نه کاروبار کوي او دلته د خپل کاروبار او د خلکو د ښه سلکوک نه خوشاله دي، د دوی له ډلې یو تن چې د ننګرهار اوسیدونکی دی او په لاسي ریړه کې توکي خرڅوي وايي:

((نواب نومیږم د ننګرهار اوسیدونکی یم، خوست کې د خویله کیو کاروبار کوم، خوست ډېر ښکلی ځای دی، خلک يې ډېر درانه خلک دي، سودا ماشاالله ډېره ښایسته روانه ده.))

د میټاییو لاسي ریړې ته ولاړ ژڼکی وايي، خلک د بنو په مېټاییو مین دي، خو وطني میټايي هم ښه خوند لري، هغه په دې اختریزو شپو ورځو کې مرورو افغانانو ته د پخلاتوب پیغام ورکوي:

 ((زما نوم مولا نور دی، د اختر په شپو ورځو کې مېټایۍ خرڅوو، دومره غریبانه کوو، د وطن مېټایۍ دي، دا ډېرې ښې خرڅیږي، خلک خو د بنو په میټاییو ډېر مین دي، نور کالونه يې دومره خوند نه وو لکه د سږني اختر، زه خپل همزولو ته د اختر مبارکي وایم په لومړي سر کې، بیا مرورو وروڼو ته دا پیغام لرو، چې ټول سره په یو ځای شي.))

د یادونې وړ ده، خوستوال داسې مهال اختر ته په اماده ګیو او تیاریانو بوخت دي، چې د دوی نه د اختر د دودیزو لمانځنو یوه ستره برخه په پاتې کیدو ده، د خلکو په وینا اوس په اخترونو کې هغه خوندونه نه دي پاتې شوي، چې په اونیو به د خوست په یوه او بله سیمه کې اختریزې میلې او نندارې ترسره کیدې او زرګونه خلک به يې سیل ته ورتلل.


وزیرستانیو او خوستویو قومونو یو بل ته د یووالي لاس ورکړ

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوستوالو او وزیرستانیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه ګډه ناسته کې تیارۍ څرګند کړ، چې د پولي په دواړه غاړو کې پراته قومونه او ولسونه به د سولې او امن په ټینګښت کې د یو بل سره همکاري او ګډې هلې ځلې کوي.

ناسته کې چې د ډیورند د کرښې د دواړه غاړو د بیلابیلو قومونو او خیلونو ګڼو مشرانو برخه اخیستې وه، ویناوالو په خبرو کې دا ډول ګډې ناستې د یادو ولسونو په منځ کې د بې باوریو په ختمولو او د دوی په سیمو کې د ترهګرۍ په ګډون د نورو شته ستونزو په هواري کې ګټورې وبللې او تمه يې وښوده، چې د تېر تاریخ په شان به یو ځل بیا د دې قومونو تر منځ یووالۍ او وروري ټینګښت مومي، دوی یو بل ته په کلکه د یووالي او اتفاق لاس ورکړ.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ناستې په تړاو وویل:

((موږ ډېر خوشبینه یو، هر کله چې دا ډول ولسي غونډې د کرښې د دواړه غاړو د خلکو له خوا جوړیږي، هغه پخواني سوء تفاهمونه چې پخوا د اهریمنو د تبلیغاتو له کبله د یو بل پر وړاندې موجود ول، هغه به ورو، ورو ختمریږي، د واړو غاړو وروڼو قومونو تر منځ به صمیمت، ورورګلوي، د سولې او ثبات په برخه کې او د پرمختګ په برخه کې ډیریږي.))

د وزیرستاني قومونو یو تن مشر عمرخان وزیر وویل، پښتون ښه بهادر او غیرتي قوم دی، خو د دوی په منځ کې دکلک اتفاق د نه شتون له کبله د پردیو لاسته لویدلي دي، نو دا ناسته د پښتنو د اتفاق په موخه رابلل شوې وه:

((که اسلام دی په پښتنو کې دی، که غیرت دی په پښتنو کې دی او موږ پښتانه یولاس او یو موټي یو، د هغه با وجود موږ دومره کمزوري شوي یو، چې پردیو خلکو موږ د جنګ خواته داخل کړي یو، یو ته وايي، چې ته پلانی یې، بل ته وايي چې ته پلانی يې، درې وروڼه يې مخالف کړي یو، موږ درې وروڼه یو، یو ورور کډه مې ولاړه دیره اسماعیل خانه ته، د بل ورو رزمک ته ولاړه او زه افغانستان ته راغلم، خبره صرف د اتفاق موضوع ده.))

یو تن وزیرستاني ځوان هم مشال راډیو سره په خبرو کې دا ډول ناستې د اهمیت ډکې وبللې او ویې ویل، چې په دې سره د پولي د دواړه غاړو د ولسونو په منځ کې رامنځته شوې فاصلې له منځه ځي:

((زه خالد خان دا خبره کوم، نن چې کومه غونډه وشوه، دا یووالۍ راولي، دا نزدیکت راولي، محبت راولي په منځ کې فاصلې ختموي، موږ چې کله کوز په پاکستان کې وو، موږ دا خلک کافر ګڼل، موږ ته دا تبلیغات کېدل چې دا ټول خلک امریکا ته وراوښتي دي، خو کله چې ما دا علاقه وکته، نو ماته دا مالومه شوه، چې دا خلک زما نه ښه مسلمان دي او زما نه ښه پښتانه دي.))

خالد خان هغو پښتنو ته هم د سولې او د افغانستان په ابادۍ کې د ګډون پیغام ورکړ، چې دا مهال د افغان حکومت پر خلاف جنګیږي او د حالاتو نه په بې خبرۍ کې دي:

((کوم خلک چې په غرونو کې دي، جنګ کوي او دوی ته سهي مالومات نه رسیږي، هغو ته زه دا پیغام ورکوم چې د خپل مسلمان ورور خلاف جنګ مه کوه، د خپل مسلمان پښتانه ورور خلاف جنګ مه کوه، راشه امن ته غاړه کېږده، سولې ته غاړه کېږده او د افغانستان د ترقۍ په چارو کې ونډه واخله.))

یاده دې وي، د تېرې چارشنبې په ورځ د وزیرستانیو او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګه ګۍ هم جوړه شوه، چې تر دې وروسته به په خوست کې د اړتیا پر مهال ګډې ناستې، جرګې او سلا مشورې ولري او ستونزو ته به په ګډه حل لارې پیدا کوي.

 


د افغانستان د انتخاباتو د رایو په تفتیش کې د ځنډ لاملونه

پراګ - امريکايي (نيويارک ټايمز) ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د دويم پړاو رايو د تفتيش او په دغه عمل کې د پرله پسې ځنډ د لاملونو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، د کابل د يوې څنډې په ګودامونو کې افغانان، امريکايان او د اروپايي هېوادونو وګړي، چې د ټولو شمېر سلګونو کسانو ته رسيږي، د افغانستان په وروستيو ولسمشريزو انتخاباتو کې د اچول شويو رايو په بيا شمېرنه اخته دي.

دا خلک يوه وروستۍ هڅه کوي چې د رايو د تفتيش او د دې د پايلو په ترڅ کې د افغانستان له انتخاباتو سره تړلې لانجې هوارې شي.

ليکنه وايي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو دې کورنيو او بهرنيو ناظرينو، يوه اونۍ وړاندې د دې ټاکنو په دويم پړاو کې د اچول شويو شاوخوا ۸ ميليونه رايو تفتيش پيل کړ. خو د ليکنې تر مخه، داسې مالوميږي چې د رايو د بيا شمېرنې او د سمو او ناسمو هغو د بېلولو پروسه، چې وار د مخه ځنډنۍ شوې، ډېره د باور وړ هم پاتې نه ده.

د شورو يا چارشنبې تر ورځې پورې د رايو له شاوخوا ۲۰۰۰۰ صندوقونو څخه يوازې ۴ اعشاريه ۵ سلنه يې معاينه شوي.

هره ورځ، له دغې پروسې سره تړلې نوې لانجې مخ ته راځي، چې د دغه عمل د پرله پسې ځنډ سبب شوي دي.

د شورو پر ورځ د رايو د تفتيش دغه بهير په تېرو اوو ورځو کې د دويم ځل لپاره ودرول شو. افغان او غربي چارواکي او د انتخاباتو د دواړو نوماندانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله استازي، د رايو د څېړلو لپاره پر يو لړ اصولو سره سلا شول. حال دا چې دغه اصول بايد مخکې له مخکې وضع کړل شوي وای.

افغان او غربي چارواکو ويلي چې دوی به وکولای شي د رايو د تفتيش عمل د پنجشنبې پر ورځ، په يو څه تېزۍ سره، بيرته پيل کړي.

ليکنه کاږي، خبره د له تېرو څلورو مياشتو څخه پيل شويو د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د مشروعيت ده، چې ميلونونو افغانانو، د خرابې هوا او د طالبانو د دړکو باوجود، رای پکې واچولې.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ليکنه کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له يوې خوا امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تياری نيسي او له بلې خوا د دغه هېواد د امنيت په اړه جدي اندېښنې موجودې دي، نړيوال هيله من دي چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به افغانانو ته د منلو وړ وي.

دوی دا هيله هم ښيي چې دغه انتخابات به په افغانستان کې د جمهوري اقدارو د پياوړتيا يوه پيلامه شي او هم به يې په ترڅ کې نړيوالو ته موقع ورکړل شي چې له دې هېواد سره د اوږدې مودې خو دوی ته د پيسو له پلوه ګرانه تمامېدونکې ملګرتيا وپالي.


امریکا د افغانستان د اورګاډي پروژه ستایلې ده

امریکا د افغانستان د اورګاډي په ګډون د نړۍ د شپږو پروژو ستاینه کړېده.

د اورګاډي دا پټلۍ ۷۵ کلومیټره اوږده ده او د افغانستان شمالي ښار مزار شریف له ازبکستان سره نښلوي.

دا په ۲۰۱۱ز کال کې د اسیا د پرمختګ بانک په مرسته سر ته رسېدلې وه چې ۱۷۰ میلیونه امریکايي ډالر په لګېدلي ول.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دې اورګاډي ۱۲۰۰ کسانو ته روزګار ورکړی، د سیمه ییز اقتصاد په وده کې یې رول لوبولی، د شیانو قېمتونو یې ټیټ کړي او غربت یې کم کړی دی.

په نورو پروژو کې په یمن کې د صحت د بنیادي اسانتیاوو او اوبو د خدمتونو پروژه، په بنګله دېش کې د وړې کچې له کروندګرو سره د مالي مرستو پروژه او په برازیل کې د هغو ځوانانو د روزنې پروژه شامله ده چې مالي امدن یې کم دی.


پر کابل - جلال اباد سړک ټرافیکي پېښې اووه کسان وژلي دي

جلال اباد - د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې پر کابل – جلال اباد لویه لار په ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د سروبي مرکزي روغتون ډاکتر نوشېروان مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې پر سهار شاوخوا شپږ بجې ورته د یوې کورنۍ د اووه کسانو مړي وروړل شوي دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

دی وايي، په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي دي چې دا مهال یې درملنه کېږي.

ډاکتر نوشېروان وايي، لومړی د مرسېډېز او کورولا موټر ترمنځ ټکر وشو چې وروسته سامان وړونکی ټرېلر هم ورباندې ورغی او دواړه موټر یې ووهل.

د کابل – جلال اباد د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، دا سړک تنګ دی چې ډېر زیات ګاډي ورباندې تګ راتګ کوي. دوی وايي، همدا لامل دی چې وخت په وخت پر دې سړک مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي.

له دې علاوه پر دې سړک د ګاډو تېز رفتاري هم د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې د پنجشنبې ورځې د پېښې لامل څه وو ځکه چې چارواکو لا څه نه دي ویلي.


د وزیرستان په کډوالو کې وسله وال نشته

خوست - د مشرانو جرګې هغه تحقیقاتي پلاوی، چې په ترکیب کې يې نهه تنه سناتوران شامل ول او خوست ته د کډوالو سره د وسلو د شتون او نه شتون په اړه د تحقیق له پاره تللي ول، د تیرې یکشنبې په ورځ د یادې شورا عمومي مجلس ته په خپل ګزارش کې چې د سناتور نثار حارث له خوا وړاندې شو، وویل، چې د خوست د سیمه ییزو چارواکو له خوا یو شمېر وزیرستاني مشرانو ته د وسلو د ساتلو کارتونه ویشل شوي.

په ګزارش کې دا هم راغلي وو، چې خوست والي د سناتورانو ورغلي پلاوي ته اجازه نه ده ورکړی، چې د همدې موضوع په تړاو د خوست د ملي امینت د ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړي، خو د سناتورانو د یاد پلاوي ډیری غړي په ګزارش کې دا دواړه وړاندې شوې مسلې ناسمې بولي، هغه د یو سناتور شخصي نظر ګڼي او په کلکه يې ردوي.

د سناتورانو د پلاوي مشر عارف الله پښتون مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې دکډوالو مشرانو ته نه وسلې توزیع شوي او نه هم دوی د ملي امینت د مسولینو سره د کتنې منع شوي دي.

د ده په خبره خوست والي د سناتورانو د پلاوي غړي د ځانه سره د پوځي ارګانونو د همغږۍ مرکز ته چې په هغه کې ټول امنیتي او د کشفي ادارو مسوولین سره راټولیږي بوتلل او سناتورانو هلته د ټولو مسوولینو سره په ډله ییز او انفرادي توګه وکتل او مسلې يې ورسره شریکې کړې:

((موږ چې کېمپ ته ورغلو هلته بوډاګان، تورسرې او غریب خلک وو، موږ ولیدل چې په دوی کې هېڅ وسلوال کس نشته نو زموږ ډاډ حاصل شو، د نثار حارث دا څرګندونې زه ردوم، د سناتورانو د هیات مشري چې ما کوله، نه په خوست کې مشکل شته او نه کډوال کوم امنیتي تهدید دی.))

د سناتورانو د پلاوي یو بل غړی محمدامین صافي وايي، موږ د دې له پاره خوست ته لاړو چې پاکستان حکومت په ځلونو ادعا کړې، چې افغانستان ته په اوښتو خلکو کې ترهګر او دهشتګرد شته او د دې خلکو نه په اصطلاح دوی ته خطر دی، خو دوی ولیدل، چې دا بې وزله او امن پسنده خلک دي او په وزیرستان کې د روانو عملیانو له کبله دې ځای ته راغلي دي.

((عبدالجبار نعیمي چې موږ ولیده دا د هجرت ستونزې په ده په خپله تېرې شوې وې، ده د مهاجرینو په برخه کې یوه ډېره پراخه برنامه درلوده، داسې هېڅکله نه دي شوي چې موږ امنیتي یا ارګانونو سره د ستونزو سره مخامخ شوي وو یا موږ ته دوی سره د کتنې اجازه نه وي راکړل شوي.

موږ هلته له دې کبله ولاړو چې د پاکستان حکومت بار بار ویلي چې دا دهشت ګرد خلک دي، خو موږ ولیدل چې دا غریب خلک وو، امن پسند خلک وو، دا خلک ټول عمر قبایلي پاتې شوي دي، دلته هم راغلي دي او هلته هم اوسیدلي دي، موږ د دوی نه هېڅ مشکل نه وینو، د خوست د امنیتي ارګانونو سره هم مشکل نشته، موږ ورسره بار بار کتلي دوی راسره ښه وضعیت کړی دی، خصوصاً هغوی د کډوالو په مورد ښې برنامې لري.))

یادو سناتورانو دا خبره هم په کلکه رد کړه، چې ګواکې د قبایلي سیمو د راغلو کډوالو نه د خوست یا افغانستان امنیت ته کوم ګواښ پيښيدلی شي.

د خوست د ولایت مقام مسوولینو هم مشال راډیو سره په خبرو کې د کډوالو سره د وسلو د شتون یا قبایلي مشرانو ته د وسلې د ساتلو د کارتونو د ویشلو خبره په کلکه رد کړې ده.


"په نوي حکومت کې به د افغانستان د ټولنې ټول عناصر موجود وي"

کابل - د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جېمز ډوبېنز وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د رایو د پلټنو عمل په اړه یې له ولسمشر حامد کرزي، د انتخاباتو کمېسیون له چارواکو او د ولسمشرۍ له نوماندانو سره خبرې کړې دي.

ډوبېنز د سې شنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ټاکنیز بهیر کې ګډې ټولې خواوې غواړي دا عمل په راڼه او سپین ډول سر ته ورسېږي.

ده وویل، امریکا د افغانستان په انتخاباتي بهیر کې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې.

د دویم پړاو د رایو د لومړنیو نتیجو تر اعلان وروسته د بحران په اړه ډوبېنز وویل، دوی دا فکر نه کوي چې د بحران د هواري لپاره امریکا د افغانستان په انتخاباتي عمل کې مداخله وکړه.

ده وویل، دوی د ولسمشرۍ د نوماندانو او د ولسمشر په بلنه کابل ته ورغلل.

ډوبېنز وویل، د دواړو نوماندانو تر منځ موافقې ولس ارامه کړ او ولس یې ملاتړ وکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې به د ګټونکي او بایلونکي په ګډون یو داسې حکومت جوړ شي چې پکې به د افغاني ټولنې ټول عناصر موجود وي.

دا مهال په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د رایو پلټنو بهیر روان دی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا ښايي تر درو اوونیو وخت ونیسي.


خوست: د خوستوالو او وزیرستانیانو ګډه جرګګۍ جوړه شوه

خوست - په خوست کې وزیرستاني او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګګۍ جوړه کړه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مشرانو وویل، چې دا مهال د پولي په داوړه غاړو کې ډول ډول سیاسي او امنیتي ستونزې شته او د دا ډول ستونزو د حل له پاره یوازې قومي مشران او دیني عالمان کولای شي، د حل مناسبې لارې راوباسي.

یاده جرګګۍ چې د سه شنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینو د اسلامي شورا په نوښت جوړه شوه، د وزیرستان او خوست ګڼ قومي مشران او دیني عالمان يې غړیتوب لري.

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې دا جرګګۍ به وخت پر وخت کښېني او د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د قومونو او ولسونو ستونزې به تشخیصوي او حل لارې به یې لټوي:

((نننۍ جرګه چې د مجاهدینو سرورا په نووښت باندې د شمالي وزیرستان د علماوو او قومي مشرانو همدارنګه د خوست د علماوو او مجاهدینو ګډه جرګه ګۍ وه، دا جرګګۍ به په دوامداره توګه په خوست ولایت کې غونډې ولري، د مدني بنسټونو سره د پاکستان د مختلفو مشرانو سره به دا غونډې دوامداره کړو، تر څو د پښتون لوی قوم د فرضې کرښې دواړو غاړو ته ستونزې تشخثص شي او ورته مناسې لارې چارې وموندل شي.))

یو تن وزیرستاني دیني عالم مولوي خان دراز په خپلو خبرو کې په دې خبره خوښي څرګنده کړه، چې هغه وروڼه قومونه چې پخوا د پردیو د توطیو د لاسه د یو بل سره په بغض او کینه کې وو، نه په یوه کوټه او یوه مجلس کې راغونډ شوي او د ټولو درد او فکر یو دی:

((وروڼو داسې ورځ راغله موږ به چې پخوا خپلو وروڼو سره په بغض او کینه یو بل ته د پردیو غوندې کتل، نو د نن د وړوڼو غوندې که علمای کرام دي، که قومي مشران دي، که هغه د کوزې غاړې دي، یا د پاس غاړې دي، نن په یوه مجلس یوه کوټه کې، په یوه خبره او یو اتفاق باندې سره کیني، موږ دواړه خواوې به خپلې ستونزې او مشکلات هرې خبرې ته به په مشوره او مرکې سره او جرګې سره کینو او انشاالله حل به يې راوباسو.))

د وزیرستان یو تن قومي مشر عمرخان وویل، چې د مشرانو او دیني عالمانو اوسنۍ حرکت د کوم چا او کومې ډلې پر وړاندې سازش نه دی، بلکې وزیرستاني قومونه اړ شوي دي، چې باید خپل فریاد او خپل حالت د افغان حکومت او افغان ولس سره شریک کړي او مرسته ترې وغواړي:

((موږ د چا په خلاف سازشونه او بیانونه نه کوو، هغه څوک چې پر موږ ظلم کوي، د هغه ظلم فریاد مو د میرانشاه څخه د افغانستان حکومت او ولس ته راوړی دی، زموږ هیله د افغانستان د حکومت او پښتنو څخه داده، چې دوی به انشاالله موږ همداسې نه پریږدي، کومه همدردي چې موږ د افغانستان د علماوو، مجاهدینو او ولس سره کړې ده، امید مو دادی چې همداسې همدردي به موږ سره هم کیږي.))

د غونډې په پای کې یو شپږ ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو، چې په کې د خوست د ولسونو د میلمه پالنې ستاینه شوې او ویل شوي، د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پراته قومونه سره وروڼه دي او دوی به چاته اجازه ورنکړي چې پښتون قوم په خپلو کې سره وجنګوي.

پریکړه لیک کې یادونه شوې د سیمې استخبارات هڅه کوي، چې د پولي په دواړو غاړو کې پروت پښتون قوم بې ثباته کړي او مشران يې له منځه یوسي، خو دوی به په کلکه د دې بد نیت په مخکې ودریږي.

همدارنګه د شمالي وزیرستان څخه افغانستان ته راکډه شوي خلک ملکي وګړي دي، القاعده او ترهګرۍ سره يې څه رابطه نشته او چاته به اجازه هم ورنکړي، چې د کډوالو د نوم نه په استفادې ورانکاره بریدونه او عملونه سرته ورسوي.

یاده دې وي، په خوست کې دا مهال خوا او شا ۳۵زره وزیرستاني کډوالو کورنۍ چې د غړو شمېر نږدې یو نیم لکو ته رسیږي، استوګنه لري.


کابل ځانمرګی برید، څلور واړه وژل شوي نیپالیان دي

د کابل په برید کې د یوه دوکان په ماتو ښیښو کې د خلکو انځور ښکاري.

په کابل کې یوه ځانمرګي برید څلور کسان وژلي او اووه یې ژوبل کړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل، پېښه د سې شنبې پر سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د خواجه بغرا په سیمه کې شوې ده.

خواجه بغرا د کابل ښار هغه برخه ده چې پکې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره او د بهرنیو ځواکونو یوه اډه پرته ده.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي وايي، وژل شوي کسان د نیپال دي.

د ده په وینا، چوونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای کړل شوي ول او ځانمرګي د افغان حکومت د سلاکارانو ودانۍ په وره کې چاودنه وکړه.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.

په دې وروستیو کې وسله والو په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

مهم موضوعات