د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس کې د ترهګرۍ بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ کسان وژل شوي


پاریس ښار کې بریدونه
پاریس ښار کې بریدونه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ، وروسته له هغې د هیواد په لر بر کې بیړنی حالت اعلان کړ چې تېره شپه په پاریس کې په يو شمېر ترهګرو بریدونو کی لږتر لږه یو سل او شل کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ، وروسته له هغې د هیواد په لر بر کې بیړنی حالت اعلان کړ چې تېره شپه په پاریس کې په يو شمېر ترهګرو بریدونو کی لږتر لږه یو سل او شل کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

پولیس وايي د سلو په شاوخوا کې کسان د کانسرت په یو تالار کې د برید پر مهال او نور پاتې کسان په یو رستورانت او د هیواد د فټ بال د تر ټولو لوی لوبغالي په وړاندې د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

له بریدونو وروسته د پاریس ښار انځور
له بریدونو وروسته د پاریس ښار انځور

د فرانسې په سر ښار پاریس کې د نومبر د دیارلسمې نیټې دغه پېښې د ملک په تاریخ کې بې ساري بریدونه دي. د پاریس ولسي څارنوال « فرانسوا مولینز » تائید کړې چې د ښار په شپږو څنډو کې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

نندارچیان له لوبغالي راویستل کیږي
نندارچیان له لوبغالي راویستل کیږي

د فرانسې د تلویزون « فرانس ۲۴ » د راپورونو له مخې بیګا ناوخته د فټ بال په ستر لوبغالي کې د فرانسې او جرمني ترمنځ دوستانه لوبه روانه وه چې ناببره چاودنې پیل شوې. دغه مهال د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ او د کابینې یو شمېر وزیران هم د لوبې په ننداره بوخت وو.

د فرانسې ولسمشر په خپله لنډه وینا کې چې وروسته یې ملت ته وکړه وویل په ملک کې بیړنی حالت اعلانوي او د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره خپلې پولې تړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل پیغام کې په پاریس کې پر شویو بریدونو خواشیني ښکاره کړې او ویلی یې دي چې دا زړه بوګنونکې پېښې دي.

تر اوسه کومې ډلې ددې بريدونو ذمه واري نه ده قبوله کړي. د پاریس ولسي څارنوال « فرانسوا مولینز » وايي اته برید کونکي هم وژل شوي دي، چې ورکې اوو بریدګرو ځانونه الوزولي دي. نوموړی وايي کیدای شي د ترهګرو شمېره به تر دې زیاته وه او وروسته به یې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره روښانه شي.

ياده دی وي چی د روان کال په جنورې مياشت کې په پيرس کې د يوې مجلې په دفتر په بريد کې يو شمير کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG