د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست امنیت د ولس او افغان ځواکونو د همکاریو نتیجه ده


د خوست قومي مخور او سپین ږیري وايي، د خلکو اوامنیتي ادارو د منسوبینو تر منځ د اړیکو نږدې والۍ په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت او نورو ټولنیزو پرمختګونو لامل شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د قومي مخورو، مدني فعالانو او دیني عالمانو په ګډون د مبارکۍ هغه غونډه چې د ملي امنیت رييس برکت الله څمکني ته د جنرالی د عالي پوځي رتبې د ورکولو په مناسبت جوړه شوې وه، مشرانو په خپلو خبرو کې د ولس او افغان پوځیانوتر منځ اړیکې نږدې وبللې.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو تن قومي مشر سمین خان ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د خوست پوځي چارواکي له امنیتي تیاریو پرته په عادي بڼه د دوی ولسوالۍ، اړوندو کلیو او جوماتونو ته ورځي او د خلکو ستونزې او غوښتنې له نږدې اوري.

سمین خان ځدراڼ وايي:

((د ولس او حکومت تر منځ اړیکې ډېرې نږدې شوي دي، زه تاسو ته یو بهترین مثال ووایم، زه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ باشنده یم، چې کله د جمعې په لمونځ کې زه شاته وینم نو د ملي امنیت رييس د لمونځ کوونکو په صف کې ناست وي، یو يې موټر وي او یو يې عسکر وي، په شخصي موټر کې راځي، خلکو سره روغبړ کوي او د زړه مینه ورسره کوي، نو څنګه به يې اړیکې نه نږدې کیږي، دا ډېره د خوشالۍ خبره ده.))

د خوست د ملي امنیت رييس جنرال برکت الله څمکني په خپلو خبرو کې د خلکو د همکاریو مثال وړاندې کړ او ويې ویل، وسلوالو پلان لاره، چې د نوي کال په ورځ د موټر بمبرید ترسره کړي، خو د خلکو د اطلاع او افغان ځواکونو د تیاریو له امله د یاد پلان مخه ونیول شوه.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن سپین ږیری ملک بادشاه میر وايي، افغان سرتیري د دوی وروڼه او اولادونه دي او ځايي خلک ورسره د امن په تامینولو کې پوره همکاري کوي.

ملک بادشاه میر وړاندې وايي:

((میدان کې که وړوکی دی، که ستر دی ځان عسکر بولي، چې د بدخشان عسکر په میدان کې وظیفه کوي، چې هغه ته کوم ضرر رسیږی، موږ سره هم ورڅخه قربانوو، عسکر زما ورور دی، د بل زوی دی، د بل وراره دی، د اسمان نه خو ندی راغلی، د خلکو حکومت دی، خلکو نه جوړ دی او خلک به د خپلې خاورې ساتنه کوي.))

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم په یاد ولایت کې شته امنیت د خلکو او افغان ځواکونو د نږدې همکاریو پایله بولي او زیاتوي چې ځنې وختونه حتی خلکو د وسلوالو سره په مخامخ جګړو کې له دوی سره عملاً همکاري کړې ده.

خوست امنیه قوماندان زیاتوي:

((امنیت نه یوازې د پوځي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ او مدیریت په نتیجه کې رامنځته کیږي، بلکې د دې تر څنګ زموږ ولسونه دي، چې تل راسره څنګ په څنګ ولاړ دي، موږ يې هر وخت نازولي یو، حتی دوی زموږ سره په سنګر کې ناست دي د خپل وطن او خلکو دفاع يې کړې ده.))

بل لوري ته د پوځي چارو کار پوه متقاعد ډګروال سخي جان سرحدي وايي، کچیرې د افغان ځواکونو او خلکو ترمنځ اړیکې په رښتیني توګه پیاوړې شي، نو د ولس په منځ کې د مخالفینو ځای ورکیږي او پدې سره د دوی په فعالیتونو کې لږوالۍ راځي.

سخي جان سرحدي وویل:

((کچیرې د ولس او امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي غښتلي شي، په اوسنیو امنیتي پېښو کې به کموالی راشي، دښمن خامخا ترس او ویره پیدا کوي او ولس کې يې ځای ورکیږي، کله چې د دښمن ځای په ولس کې ورک شو، نو خپل هغه فعالیتونه نشي کولای.))

که څه هم خوست د افغانستان په سویل ختیځ کې د شمالي وزیرستان، کورمې او پاړه چنار سره پروت سرحدي ولایت دی، چې یادو قبایلو سیمو سره يې ۱۸۴ کیلومتره په اوږدو ګډه پوله ده، خو بیا هم د افغانستان په نسبتاً امن لرونکو سیمو کې حسابیږي او خلک يې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پرمختیاوو شاهد دي.

XS
SM
MD
LG