د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش پر ضد د افغانستان مبارزه و ستایل شوه


په چارشنبه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کوربه‎توب په واشنګټن کې د اسلامي دولت ضد ټلوالې غونډې برخوالو په یوه ګډ بیان کې د داعش پروړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې ده.

دې غونډه کې په دې ټلواله کې د شاملو لسګونو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او جګپوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی و.

که څه هم د داعش د فعالیت اصلي ډګر عراق او سوریه ګڼل کېږي خو ښکاري چې د دې ډلې وسله‎والو په افغانستان کې هم خپل فعالیت پیل کړی دی.

همدې ډلې نېژدې دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د سردار محمدداودخان پر روغتون د خونړۍ حملې مسولیت پر غاړه واخېست.

داعش په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون د خونړۍ حملې مسؤلیت په غاړه واخېست.

دې ډلې په ځینو اروپايي هېوادونو کې هم خونړۍ حملې کړي دي.

د چارشنبې غونډې بیان په نورو هېوادونو په تېره عراق او سوریه کې د دې ډلې پرضد د مبارزې د بریاوو یادونه هم کړې ده.

بیان همدا راز یادونه کوي چې د دې بریاوو لپاره په تېره هغو ځواکونو چې افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، ترکیه او د افریقا او منځني ختیځ په ګډون نورو سیمو کې د داعش ډلې پرضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې پراته دي درنه بیه پرې کړې.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې ټلواله یې د داعش ډلې پرضد جدي مبارزې ته ژمنه ده.

د داعش ضد ائتلاف د غړو له غونډې سره په یوه وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د داعش له منځه وړل په سږني کال کې د ناټو هدف دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له داعش ډلې سره د اغېزمنې مبارزې لپاره افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

صلاح الدین رباني چې په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې افغانستان ته یې د څو زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

اوس مهال نېژدې اته نیم زره امریکايي سرتیري افغانستان کې دېره دي.

د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې تر اوسه نه‎دي ویلي چې ایا افغانستان ته به د نیکلسن له وړاندیز سره سم نور ځواکونه واستوي که نه؟

XS
SM
MD
LG