د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نوې سترې لوبې مرکز به بیا د پښتنو خاوره وي'


په داسې حال کې چې د نړیوالو قوتونو تر مینځ نوې صف بندي کېږي د سیمې او نړیوالو چارو کارپوهان وايي داسې ښکاري چې په افغانستان کې د یوې نوې لویې لوبې (ګریټ ګیم) تیارۍ روانې دي.

په پیښور کې د سینټر فار پیلک پالیسي اینډ ریسرچ څیړنیز مرکز څیړنکار ظفرحبیب وايي، په تېرو وختونو کې چې د روس او بریتانیا تر مینځ په سیمه کې د خپل اثر زیاتولو لپاره کومه لوبه کیدله،هغه اوس د نوو ستراتیجیکي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د نوې لویې لوبې په شکل کې مخته راغلې ده چې مرکز به يې بیا هم د افغانستان په ګډون د مینځنۍ اسیا هېوادونه وي.

؛دا پخوا هم داسې وه چې هېواد په هېواد جګړه نه وه بلکې د هیوادونو یو ایتلاف به د هېوادونو له بل ایتلاف سره په ټکر کې وو. اوس هم امریکا، مغربي نړۍ او موجوده افغان دولت یو اړخ ته دي او روسیه، چین، پاکستان او ایران بل اړخ ته دي او دواړه د خپل اثر او نفوذ لپاره هڅې کوي.؛

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو چارو د زده کړو څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور بیا وايي چې د دې نوې لویې لوبې عسکري اړخونه هم شته خو د دې مهم اړخ اقتصادي دی. لوی قوتونه په دې هڅه کې دي چې د سیمې له قدرتي وسیلو د ګټې پورته کولو لپاره د یو بل مخې ته ودرېږي.

؛ په تېرو وختونو کې د غټو طاقتونو مرام ستراتیجیکي وو، امپریلزم وو، هېوادونه به ولګېدل او نور هېوادونه به يې قبضه کړل. په هغه کې د افغانستان کردار ډېر مهم وو. اوس دا لوبه ستراتیجیکي هم ده خو ډېره اقتصادي ده. دا سیمه یو وخت کې له ستراتیجیکي پلوه مهمه وه خو اوس د اقتصاد له پلوه هم مهمه ده.؛

اوس پوښتنه داده چې که ریښتیا دغه نړیوال قوتونه د خپلو ستراتیجیکي او اقتصادي ګټو لپاره نوې صف بندۍ کوي نو په سیمه او په ځانګړې توګه دا د پښتنو د سیمې لپاره څه نتیجې راوړلی شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي چې د تېرو جنګونو په شان به د مفاداتو دا ټکر د پښتنو سیمې له نوره هم بیقراري راوړي.

؛د دې نوې لویې لوبې مرکز به دا ځل هم د پښتنو منطقه وي، څوک به له یوې خوا جنګېږي او څوک به له بلې خوا. لیرې مه ځئ او وګورئ چې په دې تېرو کلونو کې د افغانستان کومه سیمه جنګ ډېره ځپلې ده او په کومه سیمه کې اور ډېر بل دی؟ ؛

د یادونې وړ ده چې د سوویت یونین تر ماتیدو وروستو روسیې په وړومبي ځل د افغانستان په چارو کې خپله خوښي ډېره کړې ده، له پاکستان او چین سره په مرسته په سیمه کې د امریکا د اثر راکمولو لپاره پوځي، استخباراتي او سفارتي هلې ځلې پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG