د لاسرسي ځای

د تريتم کړل شوي واحد بلوڅ د راخوشېکېدو لپاره منډې ترړې


په کراچۍ د واحد بلوڅ خوشېکېدو لپاره لاریون

په کراچۍ د واحد بلوڅ خوشېکېدو لپاره لاریون

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پرېکړه کړي چې د اکتوبر پر ۲۶مه په کراچۍ کې د تري تم کړل شوي واحد بلوڅ لپاره کمپائن پېلوي.

د جمعې په ورځ د ياد کمېشن غونډه په صوبايي دفتر کې وشوه چې پکې د خبريالانو، ليکوالانو او د کمېشن د غړو ترڅنګ د مدني ټولنې فعالانو ګډون وکړو.

په دې غونډه کې د تري تم کړل شوي واحد بلوڅ د کورنۍ غړیو هم ګډون وکړل او په دې خبره يې خپګان وښود چې د زيارت په ورځ په عدالت کې د جج د نيشتوالي له وجې د هغه مقدمي اورېدنه وځنډول شوه.

د دغه پرېکړو ترڅنګ د خالي په ورځ د يو غېرسرکاري سازمان ((ارتقا)) تر سیوري لاندې په ټول هېواد کې تريتم کړل شويو خلکو لپاره د يوې غونډي تابيا هم شوې چې پکې به په خصوصي توګه د واحد بلوڅ او په عمومي توګه د ټولو تريتم کړل شويو کسانو د راخوشېکولو لپاره تګلاره ټاکل کېږي

د ياد سازمان (ارتقا) عمومي سېکتر کليم دراني مشال راډيو ته وويل چې دوي يوازې د واحد بلوڅ خبره نه کوي بلکې د تري تم کړل شويو خلکو حال په ټول پاکستان کې يو شان دی او دوی به د دې دستورې له لارې دا غوښتنه کوي چې په ملک کې موجود قانون باندې دې عمل وکړل شي. د دوی په خبره په دې جرمونو کې ککړو کسانو ته بايد عدالتونه سزا ورکړي. ده وويل:

((دا شان پيښې به تاسو په خېبرپښتونخوا، وزيرستان او سوات کې هم ګوري ، دوی وايي چې دغه خلک ترهګر دی، که چېري داسې وي، نو بايد عدالتونو ته وړاندې کړل شي او بيا دې پانسې کړل شي، خو دا سمه خبره نه ده چې دغه خلک دې تري تم کړل شي او بيا وروستو وايي چې دوی خو هېڅ جرم نه دی کړی، نو دا هر څه غيرقانوني دي او موږ يې کله هم ملګرتيا نه کوو او په بلوڅستان کې دا عمل په دوام داره توګه روان دي.))

د بشري حقونو د کمېشن په صوبايي دفتر کې شوي غونډې ته ګډونوالو وويل چې دوی به له ځان سره ليکوالان، خبريالان، سياسي مشران او د تري تم کړل شويو کسانو د کورنيو غړيو په دې کمپاين کې شاملوي او په قامي کچه به لويه غونډه کوي.

کليم دراني وويل چې د بشري حقونو د کمېشن ترڅنګ د دوی اداره د چا پرضد نه ده بلکې د هغو خلکو اواز راپورته کوي چې بې وزله وي. ده زياته کړه:

((د دې ملک چې څومره هم ادارې دي که هغه قانوني دي يا نورې که څوک يې کار ته پرېږدي نو يو نظام به روان وي او څوک به د شر اړخ ته نه ځي، لکه څنګه چې نن سبا کېږي او يو تن باندې د چا شک وي نو تري تم کړل شي، بيا ۴۰ يا ۵۰ ورځې وروسته يې پرېږدي چې بې ګناه دی او بيا په پټه پرېښودل شي او ورته دا وويل شي چې چا ته به هم څه نه وايي۔ نو موږ د دې طريقو پرضد يو ، موږ يوازې دا غوښتنه کوو چې د دې ملک واکداران خپله ذمه واري ترسره کړي. ))

په ياده غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د واحد بلوڅ د کورنۍ غړي به د روانې مياشتې پر ۱۶مه په کراچۍ کې د عوامي ورکرز ګوند راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د يادولو وړ ده چې واحد بلوڅ د کراچۍ په سول روغتون کې روزګار کولو او د جولای پر ۲۶مه د ښار پر لويه لار تري تم کړل شو.

د واحد بلوڅ لور هاني بلوڅ په خبره پوليسو تر دوو مياشتو پورې راپور نه درج کول خو بيا وروسته يې د عدالت وينا راپور درج کړی شو او اوس دغه مقدمې اوريدنه په عدالت کې روانه ده.

XS
SM
MD
LG