د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې کرنیز نظام لا عصري کول غواړي'


دوی یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ بزګر میله کې مشال راډیو ته وکړې، چې د خوست د میلمه کوټ په تاریخي باغ کې جوړه شوې.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني چې د بزګر د میلې له ګډونوالو وو، وویل د برګزانو د ظرفیتونو لوړول او لدې لارې د کرنیز پیداوار ډېریدل د افغان حکومت د اساسي پلانونو څخه دي.

د خوست مرستیال والي زیاتوي:

"د حمل په دویمه دلته د بزګرانو لپاره پروګرام ترتیب شوی وو، تر څو موږ وکولای شو د دې خوراکي توکو د تولید په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړو، پدې واسطه ملي او د بزګر اقتصاد تقویه کړو، د کرنیزو محصولاتو د کموالي سره مبارزه وکړو، داخلي تولیدات دومره تقویه کړو چې وکولای شو، خپل کرنیز پیداوار نورو هېوادونو ته صادر کړو."

د خوست بزګران نیوکه کوي، چې کرنې ته د حکومت د لازمې پاملرنې نشتون د دې لامل شوی، ترڅو کرنیز پیداوار کې دا هېواد تر ډېره نورو ته محتاجه پاتې شي.

یو تن بزګر وايي:

"زه محمدهاشم، نن د دهقان ورځ ده، دهقان باید پرمختګ وکړي، چې ولس ته يې ګټه ورسیږي، دولت موږ سره دا کمک ندی کړی چې سربندونه جوړ کړي او بزګران خپلې ځمکې اوبیزې کړي، درې برخې ولایت ځمکې اوبه نلري، ځکه تر اوسه د نورو هېوادونو سبزیجاتو ته مجبور یو، غلې ته مجبور یو، تخمونو ته مجبور یو، موږ غواړو چې سربندونه راته جوړ شي."

که څه هم په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د خوست د مرکز او ولسوالیو په کلیو کې لسګونه زراعتي کوپراتیفونه پدې نیت جوړ شوي، چې د کرنې د پرمختیا او زراعتي میتودونو د زده کړو په برخه کې به ورسره مرستې وشي، خو فعالیتونه يې د تمې خلاف اغېزمن نه دي.

د خوست د یو کرنیز کوپراتیف مشر يې لاملونه داسې ښيي:

"زه شادمیر د ډاب کلي د بزګري کوپراتیف رييس، اګر چه ډېر کمکونه راغلي دي، خو زموږ په لاس کې ندي لویدلي، اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت د کر لپاره، سرې او نورو برخو کې همکاري نه کوي، موږ د مرستو غوښتنې کړي خو غږ مې ندی اوریدل شوی، نو ځکه کوپراتیفونه په صفر کې ضرب دي."

بلخوا د خوست د کرنې او مالداری رييس سمیع الله نصرت وايي، د داسو نباتانو، اوبیزواو کرنیزو سیستمونو د ترویجولو په هڅه کې دي، چې له لږې ځمکې بزګرانو ته ډېر پیداوار په لاس ورشي.

سمیع الله نصرت وویل:

"خوست یو زراعتي ولایت دی، پدې کې باید هغه مقاوم نباتات ترویج شي، چې هغه بزګرانو ته ښې ګټې لري، همدرانګه هغه د ابیاری او کرنیز سیستمونه باید ترویج شي، چې موږ وکولای شو له لږې ځمکې ډېر حاصل لاسته راوړو، موږ سره وزیر صیب د یو غټ تحقیقاتي سټېشن د جوړولو وعده کړې ده، د فارم باغ د احاطې وعده يې راسره کړې ده."

د خوست د کرنې رييس زیاتوي، چې په روان کې د کرنې په برخه کې۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بیلابیلو پروژو د پلي کېدو پلان لري.

یاده دې وي، په افغانستان کې د بزګر جشن لمانځل له لسګونو کلونو راهیسې دود دي، پدې ورځ یو شمېر بزګران او مالدارن خپل کرنیز تولیدات او کورني څاروي ننداري ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG