د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلاب منګل: داسې فصلونه وکرئ چې پر ګاونډیانو تکیه کمه شي


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل بزګرانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو کرنيزو ځمکو داسې فصلونه وکري چې ولس ورته اړتیا لري:

"یوه میاشت له ګاونډي هېواد پاکستان سره زموږ لارې تړل شوې وې، خو دلته چندان د خوراکي موادو او په ځانګړې توګه د حبوباتو، ميوو او ترکارۍ کمبود احساس نه شو. دا د ې ښکارندوی دی چې له دې وروسته کرار کرار موږ په خپلو توليداتو متکي کېږو، او زموږ خپل توليدات به وي چې د هېواد او هېوادوالو اړتیاوې به پوره کوي."

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس رفیع الله رحميزی وايي چې تېر کال يې هم له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو، کيمیاوي سرو او زراعتي درملو مرسته کړې وه، او سږکال په پام کې لري چې له بزګرانو سره زیاتې مرستې وکړي:

"تېر کال مو بزګرانو ته ۵۰۰۰ کيلو ګرامه د زعفرانو پیاز، د تکثر او نمایشي قعطعاتو لپاره توزیع شوي، د ننګرهار ولایت په دوه ویشت ولسواليو کې بزګرانو ته د ښه حاصل ورکولو او د ترویج په موخه ۴۱۳ ميټرک ټنه اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي او همدا رنګه ۱۰۴۳ مئټرک ټنه توره او سپینه سره بزګرانو ته ورکړل شوې ده."

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دهقاني کوپراتيف مشر زمری احمدزی په کرنيزو چارو کې د دولت له مرستو سترګې نه پټوي خو وايي چې په بزګرانو سره دې په زیاته اندازه د اصلاح شويو تخمونو، کیمياوي سرې او درملو مرسته وکړي:

"د زراعت ریاست نه مننه خو کافي نه دي، ځکه چې د کوم کلي لپاره اصلاح شوي تخمونه ورکوي، یا د امراضو لپاره چې دوی کوم درمل ورکوي، هغه داسې دي لکه په اوړو کې مالګه، کافي نه دي. لکه څنګه چې اقتصاد د يوه ملک د ملا تیر دی، همداسې زراعت د اقتصاد د ملا تیر دی. نو موږ غواړو چې د زراعت په برخه کې بزګرانو ته ډېر کار وشي."

د ذکر وړ ده چې د ننګرهار په اکثرو هغو ولسواليو کې چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي، بزګران په کې د نورو فصلونو پر ځای کوکنار کري، خو د ننګرهار والي له بزګرانو وغوښتل چې په خپلو ځمکو د ولس له اړتیا سره سم فصلونه وکري چې افغانستان په زراعتي برخه کې خودکفا شي.

XS
SM
MD
LG