د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی له وزیر اعظم سره پنجاب کې د پښتنو پر ستونزو غږېدلی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن د شورو پر ورځ له وزيراعظم نواز شريف سره د لیدو مهال په ملک او په تېره په پنجاب کې پښتنو ته په ورپېښو ستونزو او د پاکستان - افغانستان ترمنځ د لارو بندېدو پر چارو خبرې کړې.

له وزيراعظم کوره (هاوس) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغه لیدنه کې د ملک پر روانو سياسي حالاتو، په بلوچستان کې پر ترقياتي کارونو، د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ او ګوادر بندرګا په باب خبرې شوې دي.

خو د محمود خان اڅکزي ذاتي سيکرېتري رياض خان مشال راډيو ته وويل د ګوند د مشر يې له وزيراعظم نواز شريف سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په پنجاب کې پښتنو ته په ورپېښو مشکلاتو او د پولیسو لخوا پر ځورونو هم خبرې شوې چې وزيراعظم ورته ته نه تکرارېدو ډاډ ورکړی دی.

د ذکر ده چې تر دې وړاندې هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا بیا د احتجاجونو له لارې په پنجاب کې له پښتنو سره د ناوړه چلن غندنه کړې ده.

دې ترڅنګه د روانې مياشتې په ديارلسمه (۱۳) نېټه د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وزيراعظم نواز شريف ته لیک لېږلی وو چې پکې په پنجاب کې د مزدورانو، زده کوونکیو، دکاندارانو او هلته اوسېدونکو پښتنو پرضد په منظمه توګه د ترسره شویو کارروايانو خلاف د عدالتي پلټنو غوښتنه شوې وه او ورته یې لیکلي ول چې ذمه وار کسان دې په ګوته کړل شي.

په لیک کې دا هم لیکل شوي ول چې د پنجاب په کوموسیمو کې چې هم بې ګنا پښتانه د پوليسو په ولکه کې دي هغه دې هم زر تر زره خوشې کړل شي،

د عوامي نشنل ګوند مشر وزیراعظم نواز شریف ته دا لیک تر هغه وروسته لېږلی و چې د ياد ګوند یو پلاوي د میا افتخار حسېن په مشرۍ دوه اونۍ وړاندې پر هم دې مسله لاهور ته سفر وکړ او په یو شمېر سیمو کې یې له پښتنو سره ولیدل او د هغوۍ ستونزې یې واورېدلې.

خو د وزيراعظم نواز شريف سلا کار امير مقام وايي چې دا صحيح ده چې پښتانه د شناختي کارډونو او پاسپورټونو جوړولو پروخت له ځینو ستونزو سره مخامخ دي خو د پنجاب اعلا وزير خپل کوښښونه کوي چې دا ختمې کړي. هغه وویل ترڅو چې د پښتنو ځورولو او يا نيولو خبره ده نو دا قسمه پېښې اوس نه کېږي ځکه چې د پنجاب انتظامېې ته په سختۍ سره ويل شوي دي چې په راتلونکې کې دا قسمه پيښې رامخې ته نه شي،

د نوموړي وينا وه چې سياسي ګوندونو له پکار دي چې د پښتون او پنجابي ترمينځه د لانجو له جوړولو دې ډډه وکړي ځکه چې په تيرو وختونو کې داسې يوه تجربه په کراچۍ کې د پښتنو او مهاجرو تر مینځه شوې وه چې نتيجه يې ډېره خرابه راوتلې وه نو پکار ده چې ټول ګوندونه په ګډه سره د دې ستونزو هواري لپاره کوښښونه وکړي.

د يادونې ده چې د خیبرپښتونخوا حکومت د صوبايي اسمبلۍ په یو پرېکړه لیک (قرارداد) کې هم د پښتنو ځورولو پېښې غندلې وې خو د وفاقي حکومت ترڅنګ د پنجاب حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د هېڅ یوه خاص قام يا نسل پرضد عمليات نه کوي بلکې د دوی عمليات د وسله والو پرضد دي.

XS
SM
MD
LG