د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځمکې خویېدو وېره، د کورمې ګڼ خلک کور پرېښودو ته اړ شوي


سده - د کورمې د علي شېرزیو د دوار سیمې خلک وایي، د ځمکې خویېدو د خطر له وجې دوی مجبوره شوي چې له خپلو کورونو ووځي.

خلک وايي، په سیمه کې مېله، توت ګړۍ، دراني ګړۍ، پېشو تاندۍ او بوسو ناکه داسې کلي دی چې خواوشا ۱۵۰ کورنۍ یې د ځکمې د خویېدو له خطر سره مخامخ شویدي.

د دوار سیمې سید ګل مشال رېډیو ته وویل، ((موږ ته خطره شته ځکه چې ځمکه ډېره تیزۍ سره په خويېدو ده.))

نوموړی زیاتوی، د حکومت مرستو ته اړتیا لری.

د دې سیمې یو بل تن ښېوه خان مشال رېډیو ته ویلي، ((په دوار کې تر اوسه ۱۵۰ جریبه ځمکه د خوړ په لور خوا او شا ۳۰ ګزه لاندې خویېدلې ده چې پکې زیاتره د کروندې ځمکه ده.))

هلته ځایی اوسېدونکی صوبېدار وایی، د ځمکې د خویېدو له وجې د سیمې ټولې مرکزي لارې تړل شوېدي.

بلخوا د منځنۍ کورمې مرستیال پولېټیکل اېجنټ عرفان علي مشال رېډیو ته وویل، له ده سره دا معلومات نشته چې د علي شېرزیو په دوار سیمه کې ځمکه خویېدلې ده.

عرفان علي زیاته کړه، پولېټیکل انتظامیه به د دغې خبر تر پخلي وروسته له متاثرینو سره مرسته کوی.

علي شیرزي یوه غرییزه سیمه ده چې په منځنۍ کورمه کې پرته ده.

په دې سیمه کې وړاندې هم د غرونو او ځمکو د خویېدو پېښې شوې دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG