د لاسرسي ځای

له فاټا اصلاحاتو کمېټۍ هیلې او اندېښنې


د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا

د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا

د سیمه ایزو چارو پوهه آیاز وزیر وايي، چې تر څو د قبایلي سیمو عام ولس په اعتماد کې نه وي اخیستل شوی د پرمختګ هېڅ څرک نه ویني.

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا په دې ورستیو کې ویلي چې د فاټا اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم نواز شریف ګمارلې کمېټۍ به د ټولو قبایلي سیمو له دورو پس وزیراعظم ته خپل سپارښتنې کوي. نوموړي وویل چې د ولس خوښې او رایې ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي.

د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره وړاندې هم یو شمېر کمېټیانې او کمېشنونه جوړ شوي و، سپارښتنې یې یې حکومت ته کړې وې خو د قبایلي خلکو په وینا لا هم په سیمه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

دا چې وړاندنیو اصلاحاتي کمیټیانو هېڅ پرمختګ نه دی کړی نو اوسنی هغه به ترکومه حده بریالۍ شي؟ د سیمه ایزو چارو پوهه آیاز وزیر یې په ځواب کې وايي، چې تر څو د قبایلي سیمو عام ولس په اعتماد کې نه وي اخیستل شوی د پرمختګ هېڅ څرک نه ویني.

نوموړی زیاتوي:

[دا یوه ډېره غوره کمیټۍ ده چې د خېبر پښتونخوا ګورنر او د سېفران وزیر هم پکې شامل دي خو دوی د قبایلي سیمو د سفرونو په وخت تر ډېره له سرکاري ملکانو سره ویني. او عام خلک پر سرکاري ملکانو دومره اعتماد نه کوي، بیا دا کمیټۍ هم د فېصلې واک نلري نو ځکه د تېر په څېر تش په نوم د اصلاحاتو یو عمل روان دی.]

دا راز په پېښور یونیورسټۍ کې د قبایلي سیمو په اړه د مطالعاتي مرکز مشر ډاکټر اعجاز خټک وايي د تېرو کمیټیو او کمیشنونو نتیجو ته په کتو سره له اوسنۍ اصلاحاتي کمیټۍ هم ډېر امید نلري.

[ماته داسې ښکاري چې دا کمیټۍ د اصلاحاتو لپاره نه ده بلکې د دې لپاره ده چې د اصلاحاتو مخه ونیسي. یعنې داسې وجوهات رامخې ته کړي چې په نتیجه کې یې د اصلاحاتو لپاره پورته شوی غږ غلی کړل شي. داسې مالومېږي چې حکومت د قبایلي سیمو اصلاحاتو له فېصلی ډډه کوي، او کومه د پام وړه وجه یې هم نه په ډاګه کوي.]

ډاکټر خټک زیاتوي چې قبایلي ولس بېدار شوی او اوس هرومرو بدلون غواړي.

په قبایلي سیمو کې د نافذ اېف سي آر قانون اصلاحاتو لپاره هم په تېرو وختونو کې یوه کمیټۍ جوړه شوې وه چې د پېښور های کورټ پخواني چیف جسټس میا اجمل یې مشري کوله، نوموړی وايي، چې د پخوانیو کمېټیانو او کمېشنونو د کار چوکاټ او نوعیت جلا و او د فاټا اصلاحاتو اوسنۍ یوه پراخه او هر اړخیزه ده. دی زیاتوي چې حکومت د دوی د کمېټۍ سپارښتې هم تر ډېره عملي کړې دي.

[دا اوسنۍ کمېټۍ خو د قبایلي سیمو د جامع اصلاحاتو لپاره ګمارل شوې ده. او زما په اند په دې لړ کې آسانه خبره دا ده چې دې سیمو ته دې د نور پاکستان غوندې آیین وغځول شي، د دې سیمې د قانونسازۍ لپاره دې پارلیمان ته حق ورکړل شي، او په قبایلي سیمو کې دې عدالتي نظام قایم کړل شي. نو له دې سره به ټولی مسلې پخپله هوارېدل شورو شي]

د یادولو ده چې د پاکستان آیین د ۲۴۷ دفعې له مخې د ملک پارلیمان د قبایلي سیمو لپاره قانونسازي نشي کولی. په قبایلي سیمو کې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډ فاټا سیاسي اتحاد بیا بیا غوښتنه کوي چې پارلیمان ته دې د قبایلي سیمو لپاره د قانونسازۍ کولو اختیار ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG